اوکراین او امریکا تر اوږدو ترینګلو خبرو وروسته، د اوکراین د بیارغونې لپاره د یوه ګډ صندوق د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
دغه تړون امریکا ته په اوکراین کې د طبیعي زېرمو د استخراج په برخه کې ګڼ امتیازونه ځانګړي کړي دي.
د راپورونو له مخې، د "د امریکا - اوکراین د بیا رغونې او پانګونې صندوق" په نوم دغه تړون کولای شي له روسیې سره جګړه کې د کېف لپاره د واشنګټن پوځي او تخنیکي ملاتړ پراخه کړي.
دغه راز، دا تړون د اوکراین د نادرې خاورې عناصرو او نورو ګران بیه زیرمو ته د امریکا لاسرسی اسانوي؛ هغه سرچینې چې د امریکا پرمختللو صنعتونو لپاره سټراټیژیک اهمیت لري.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنت په دې اړه ویلي: «د ولسمشر ټرمپ د دوامدارې سولې د راوستلو د نه ستړي کېدونکو هڅو په برکت، خوښ یم چې د امریکا او اوکراین ترمنځ تاریخي اقتصادي مشارکت نن لاسلیک شو. دا تړون به د "د امریکا - اوکراین د پانګونې او بیا رغونې صندوق" بنسټ کېږدي. دا مشارکت امریکا ته اجازه ورکوي چې په اوکراین کې پانګونه وکړي.»
اوکراین هم غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې واشنګټن به یې د روسیې پر ضد په جګړه کې سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي.
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، ویلي: «دا موضوعات ماته په بشپړ ډول روښانه دي. لږ تر لږه د تېرو مسایلو په اړه خبرې کوو. که کوم نوی ملاتړ وي، نو ښایي امریکا شرایط وټاکي، ځکه د ټرمپ حکومت دا خبره روښانه کړې چې دوی هیڅ کار وړیا نه کوي.»
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د امریکا سیاسي فضا، په ځانګړې توګه د ډانلډ ټرمپ وروستیو دریځونو له امله، د اوکراین د ملاتړ په برخه کې لا پېچلې شوې ده.
په دې اړه مو اندونه