Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر غزې د بشري مرستو بندښت؛ زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

د اسراییل له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندیز له امله زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې ډېر یې د خوړو او درملو د کمښت له امله مړه شوي او د ځینو نورو وضعیت هم ښه نه دی. 

ډاکټران خبرداری ورکوی چې حتی نوي زېږیدلي روغ ماشومانو هم له کمزورۍ سره مخ وي او د شیدو، پروټینو او سبزیجاتو نشتون له امله فلسطیني ماشومان د هاضمې په ګډون د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي. 

د غزې په سویل کې د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې مشر، یاسر اوبوغالي و ویل: «دا ماشوم څلور میاشتنی دی او د سختې خوارځواکۍ له امله یې وزن ډېر کم دی. دا ماشومان معمولاً له لکټوز سره حساسیت لري او له بده مرغه د جګړې، د پولو د بندښت، او د ځانګړو شیدو د نه شتون له امله په غزه کې هیڅ بدیل نشته.»

خان یونس کې د ناصر روغتون ډاکټران دغه راز وایي، نوي زېږیدلي ماشومان تر زېږون وروسته ډېر ژر وزن له لاسه ورکوي او کمزوي کیږي. 

د یو ناروغ ماشوم مور، رحمه القاضي وايي: «هغه له ۳.۱ کیلوګرامه طبیعي وزن سره پیدا شو. د مور شیدې یې یوازینی خوراک و. زه یې یوازینۍ تغذیه‌ کوونکې وم. اوس چې اوه میاشتنی دی، یوازې ۳۰۰ ګرامه وزن یې زیات شوی دی.»

په غزه کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه د تړل کېدو په حالت کې دي. د نږدې ۲۰۰ فعالو مرکزونو نیمایي یې د بمبارۍ، د خلکو د جبري بې‌ځایه کېدو او د سرچینو کمښت له امله تړل شوي دي. هغه پخلنځي چې د سلګونه زره کسانو د خوړو یوازینۍ سرچینه وه، په پرله پسې ډول تړل کیږي. 

د غزې پولې لا هم تړلې دي او مرستې د پولو تر شاه درول شوې دي. 

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاریونونو سربېره هم اسراییل د پولو له پرانیستو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د لوږې تګلاره د حماس له بنده د اسراییلیانو د خوشې کولو یوازینۍ لار ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه