Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر پاکستان د هند هوايي برید پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي

د هند په جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو له مرګوني برید دوه اوونۍ وروسته، نن سهار (چهارشنبې، د غويي ۱۷مه) د پاکستان پر خاوره پوځي برید کړی دی.

پر پاکستان د هند دغه هوايي برید د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان غبرګون راپارولی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دغه ترینګلتیاوې اندېښمنوونکې بللي او ټینګار یې کړی، چې د وضعیت ترینګلتیا د سیمې په ګټه نه‌ده.

ملګرو ملتونو، امریکا، چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو، جاپان او ځينو نورو هېوادونو له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي:«دا پېښه واقعاً خواشینوونکې ده. خلک ډېر کلونه کېږي چې سره جنګېږي، زه هيله لرم، چې دا پېښه ژر پای ته ورسېږي»

د جاپان د حکومت ویاند یوشیماسا هایاشي هم څرګنده کړې: «موږ اندېښنه لرو، چې دا پېښه د یوې پراخې پوځې نښتې لامل شي. له هند او پاکستانه غواړو چې د خبرو له لارې وضعیت باثباته کړي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌ زاد هم ویلي، هند او پاکستان باید د ترینګلتیاوو د کمېدو هڅه وکړي.

ورته مهال، هندي چارواکو ویلي، چې دغه برید په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه شوی او د دغه هېواد د خاورې نهه ځایونه په نښه شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم میسري په یوې خبري ناسته کې ویلي:«زموږ معلومات ښيي، چې په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو د هند پر وړاندې نورو بریدونو ته چمتووالی نیوه؛ نو موږ اړ شو چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړو.»

خو د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، دغه بریدونه پر ولسي وګړو شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاتوي:«هند نن د پاکستان پر وړاندې یوه بزدلانه او بې اساسه اعلامیه خپره کړه او بې‌ ګناه ولسي وګړي یې په نښه کړي دي. د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د ولس په بشپړ ملاتړ سره، د دښمن دغه اقدام ته پرېکنده او هر اړخیز ځواب ورکوي.»

 د رسمي شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

تر دغو بریدونو وروسته، پاکستان هم د هند پر خوا په توپچي بریدونو سره غبرګون وښود

د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ویلي، د هند په هوايي برید کې چې د پاکستان د بهاولپور پر یوه جومات شوی، د ده د کورنۍ لس غړي، چې څو ماشومان هم په‌کې شامل دي، وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بریدونو وروسته د هند د سفارت شارژدافېر احضار کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې د سهار له بریدونو وروسته، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي کرواسيا، هالنډ او ناروې ته خپل رسمي سفرونه ځنډولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه