د غزې په یوه بازار کې د اسراییل هوایي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ فلسطینیان وژلي او ۸۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د غزې اوسېدونکو په ژړغونکو سترګو له خپلو خپلوانو سره خدای پاماني وکړه.
د غزې اوسېدونکي ام محمد بکر و ویل: «نن دوی لوی جنایت وکړ. د یو جنایت پر ځای یې څلور جنایتونه وکړل. دا ولې پېښیږي؟ دا بېعدالتي ده. ټول هغه کسان چې و وژل شول، یوازې د خپلو اولادونو د ژوند تامین لپاره یې هڅه کوله. بېګناه خلک ولې وژل کیږي؟»
بلخوا د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې ښایي راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د بندیانو د خوشې کولو او اوربند د یو نوي پلان په اړه نور مالومات خپاره شي.
ټرمپ ویلي: «وګورو چې څه پېښیږي. اوس د غزې په اړه ډېرې خبرې روانې دي. ښایي تاسې په ۲۴ ساعتونو کې نور مالومات تر لاسه کړئ.»
په داسې حال کې چې غزه کې د اوربند او بندیانو د خوشې کولو لپاره په نړۍواله کچه خبرې روانې دي خو تاوتریخوالی لا هم دوام لري او غزه کې د زرګونه ملکیانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
اسراییل د ۲۰۲۳ له اکټوبر راهیسې، غزه کې په خپلو هوایي بریدونو کې څه باندې ۵۲ زره او ۶۵۰ فلسطینیان وژلي او ۱۱۸ زره او ۸۹۷ تنه یې ټپیان کړي دي.
په دې اړه مو اندونه