د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال، وېکرم مېسري نن (پنجشنبه، د غويي ۱۸مه) د پاکستان په خاوره کې د سېندور عملیاتو او له هغې را وروسته مسایلو په اړه خبري غونډې ته خبرې وکړې.
په دغه خبري کنفرانس کې د دغو عملیاتو دوه ښځينه قومندانانې، صوفیه قریشي او ومیکا سېنګ هم حاضرې وې او د وروستیو ترینګلتیاو جزییات یې له رسنیو سره شریک کړل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، په خپلو خبرو کې و ویل، د پاکستان پر وړاندې به د دوی ځوابي بریدونه دوام ولري او تر هغې چې پاکستانی لوری جګړې ته دوام ورکوي، دوی به یې ځواب وايي.
د هغه په وینا د دغو ترینګلتیاو او تاوتریخوالي پیل هم پاکستاني لوري د تېر اپریل میاشتې په ۲۶مه، د کشمیر د پهلګام له پېښې کړی دی.
وېکرم مېسري زیاته کړه چې راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره هم د سېندور عملیاتو په اړه غونډه لري او له هغوی سره به هم د وروستیو پېښو جزییات شریک کړي.
دغې هندي چارواکي په نننۍ خبري غونډه کې و ویل، د تېر سهار راهیسې پاکستان د هند پر څو سیمو د هوايي بریدونو هڅې کړي او بریالي شوي نه دي خو په سرحدي سیمو کې یې د سپکو او درنو وسلو د کارولو په ترڅ کې ۱۶ ملکیان چې ښځې هم پکې شاملې دي وژلي او ۵۹ نور یې ټپیان کړي دي.
هغه او د پوځي قومندانې، صوفیه قریشي یو ځل بیا رد کړه چې په دغو عملیاتو کې یې له ترهګرو پرته، نه کومه نظامي اډه په نښه کړې او نه یې ملکیان په نښه کړي خو پاکستان تېره ورځ ادعا کړې وه چې د دوی زیربناوې په نښه شوي، چې هندي لوري هغه هم رد کړې.
وېکرم مېسري د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستانی لوری تبلیغات کوي چې الوتکې یې را غورځولي، و ویل، پاکستان د خپل تاسیس له پیل دروغ او تبلیغات کړي او هیڅ شک پکې نشته چې اوس یې هم دغه کار ته دوام ورکړی دی.
اخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطالله تراړ ادعا کړې چې په «کنټرول کرښه» یې له ۴۰ تر ۵۰ هندي سرتیري وژلي او د هندي پوځ یو مرکز یې هم له منځه وړی دی.
په دې اړه مو اندونه