Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف: غزې ته د مرستو لپاره نوي پلانونه ګواښوونکې پایلې لرلی شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د اسراییل او امریکا پر پلان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه راز پلانونه غزه کې د ماشومانو او کورنیو ژوند له لا زیات ګواښ سره مخ کوي. 

رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییل او امریکا دغه پلان بشپړېدو ته نږدې شوی او ښایي ډېر ژر اعلان شي. 

د یونیسف ویاند، جېمز الډر ویلي: «یونیسف په خپلو خبرو کې تل ټینګار کړی چې دغه پلان به د ماشومانو د لا ډېرې وېرې، مرګ او ټپي کېدو لامل شي. دا پلان د بشري اصولو خلاف ده او ښکاري چې د اساسي اړتیاو لپاره د فشار په توګه وسیله جوړیږي. حال دا چې یوه ساده حل لاره شته: محاصره پایته ورسوئ، بشري مرستو ته اجازه ورکړئ او د انسانانو ژوند وژغورئ.»

ورته مهال، د غزې اوسېدونکي له پراخېدونکي انساني ناورین شکایت کوي. دوی وایي، نه یوازې د خوراکي توکو کمښت، بلکې د سون توکو نشتوالي له امله حتی ساده خواړه هم نه شي برابرولای.

د غزې اوسېدونکي، محمد بدر و ویل: «موږ له غزې نه وځو، که شرایط هر څومره هم سخت وي. که عامه وژنه وي، که بمبار وي، که دوا نه وي، که خواړه او اوبه نه وي، که جامې او پناه نه وي، موږ به غزه پرېنږدو. که چا دا اټکل کړی وي چې موږ به وځو، نه! کېدای شي ټوله نړۍ وځې، یا کب د سمندر له اوبو ووځي، خو موږ له غزې نه وځو.»

راپور کې راغلي چې د دغه پلان لمخې به د مرستو رسولو لپاره د "غزې بشردوستانه بنسټ" جوړ شي او خلکو ته به په څلورو زونونو کې بشري مرستې رسوي. 

خو د یونیسف ویاند ویلي، دغه چاره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوي او په خبره یې خلک باید "یا مړګ او یا هم بې ځایه کېدل" غوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه