Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوربند د خبرو په لړ کې پر اوکراین د روسیې د ډرون بریدونه

روسیې تېره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی، چې پکې له بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) کار اخیستل شوی دی.

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، په دغه برید کې ۱۰۸ ډرونونه د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ته استول شوي وو، چې ۵۵ یې د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټم له لوري رانسکور کړل شول.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي، ویلي د پنجشنبې په ورځ به ترکیې ته ولاړ شي او له روسیې سره د جګړې د پایته رسولو لپاره خبرو ته چمتو دی. نوموړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین هم غوښتي چې په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

زېلنسکي زیاته کړې: «زه به د پنجشنبې په ورځ، د مې ۱۵مه، ترکیه کې یم او تمه لرم چې پوتین هم شخصاً ترکیې ته راشي. هیله لرم چې دا ځل پوتین د نه‌راتګ لپاره پلمه و نه‌لټوي. موږ چمتو یو چې د پنجشنبې په ورځ د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وکړو. ولسمشر ټرمپ دا طرحه ملاتړ کړې او ټول مشران هم له دې ملاتړ کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د اوربند د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، د اوربند وړاندیز په رسمي توګه د خبرو میز ته وړاندې شوی، چې موخه یې د دوامدارو سیاسي خبرو لپاره زمینه برابرول دي. نوموړي ټینګار کړی چې اوکراین له ډېر وخت راهیسې دا طرحه وړاندې کړې او شریکو هېوادونو هم له هغې ملاتړ کړی دی.

د زېلنسکي دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له اوکراین وغوښتل چې د مسکو د مستقیمو خبرو وړاندیز ومني.

خو تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې ولادیمیر پوتین به د مې په ۱۵مه د استانبول په خبرو کې ګډون کوي که نه.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي، ویلي د پنجشنبې په ورځ به ترکیې ته ولاړ شي او له روسیې سره د جګړې د پایته رسولو لپاره خبرو ته چمتو دی.

تصویر بندانگشتی

روسیې تېره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی، چې پکې له بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) کار اخیستل شوی دی.

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، په دغه برید کې ۱۰۸ ډرونونه د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ته استول شوي وو، چې ۵۵ یې د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټم له لوري رانسکور کړل شول.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي، ویلي د پنجشنبې په ورځ به ترکیې ته ولاړ شي او له روسیې سره د جګړې د پایته رسولو لپاره خبرو ته چمتو دی. نوموړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین هم غوښتي چې په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

زېلنسکي زیاته کړې: «زه به د پنجشنبې په ورځ، د مې ۱۵مه، ترکیه کې یم او تمه لرم چې پوتین هم شخصاً ترکیې ته راشي. هیله لرم چې دا ځل پوتین د نه‌راتګ لپاره پلمه و نه‌لټوي. موږ چمتو یو چې د پنجشنبې په ورځ د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وکړو. ولسمشر ټرمپ دا طرحه ملاتړ کړې او ټول مشران هم له دې ملاتړ کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د اوربند د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، د اوربند وړاندیز په رسمي توګه د خبرو میز ته وړاندې شوی، چې موخه یې د دوامدارو سیاسي خبرو لپاره زمینه برابرول دي. نوموړي ټینګار کړی چې اوکراین له ډېر وخت راهیسې دا طرحه وړاندې کړې او شریکو هېوادونو هم له هغې ملاتړ کړی دی.

د زېلنسکي دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له اوکراین وغوښتل چې د مسکو د مستقیمو خبرو وړاندیز ومني.

خو تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې ولادیمیر پوتین به د مې په ۱۵مه د استانبول په خبرو کې ګډون کوي که نه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه