Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ د خلیج سفر د لویو اقتصادي تړونونو له تمرکز سره پیل کړ

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېد، چې دا یې د شتمن خلیجي سیمې څلور ورځنی سفر پیل دی. نوموړی په دې سفر کې پر اقتصادي تړونونو تمرکز کوي، نه پر هغو سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو لکه د غزې جګړه یا د ایران د اټومي پروګرام خبرې.

ټرمپ، چې ورسره د امریکا د بانفوذه سوداګرو یو لړ مهم شخصیتونه مل دي، ریاض ته تللی، چیرې چې د سعودي او امریکا د پانګونې فورم جوړ شوی. نوموړی به د چهارشنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي او د پنجشنبې په ورځ به متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

ټرمپ دا ځل اسراییلو ته د سفر هېڅ پلان نه لري چې دغې پرېکړې دا پوښتنې راولاړې کړي چې ایا دغه نږدې متحد لا هم د واشنګټن په لومړیتوبونو کې دی که نه.

ټرمپ هیله لري چې له خلیجي نفت‌صادروونکو هېوادونو څخه د تریلیونونو ډالرو پانګونه تر لاسه کړي. سعودي عربستان تر دې دمه ۶۰۰ میلیارده ډالره ژمنه کړې، خو ټرمپ ویلي غواړي له دې مهم متحد هېواد څخه یو تریلیون ډالره ترلاسه کړي.

ټرمپ به له محمد بن سلمان  سره د غرمې ډوډۍ وخوري، چې پکې د امریکا مشهور سوداګر او د ټسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک او د OpenAI مشر سم الټمن هم ګډون لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه