د قطر ایرویز هوایي شرکت د امریکا له بوینګ شرکت سره د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۶۰ جېټ الوتکو د پېر تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون دوحې ته د امریکا د ولسمشر ډانلډ په سفر کې د نوموړي او د قطر د امیر شیخ تمیم بن احمد بن حمد الثاني په حضور کې لاسلیک شوی دی.
ډانلډ ټرمپ دغه تړون د بوینګ په تاریخ کې د پېر تر ټولو ستر وړاندیز بللی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: «دا د بوینګ په تاریخ کې د جېټ الوتکو تر ټولو ستر وړاندیز دی، دا ډېره ښه ده. ۱۴۰ یا ۱۶۰ دي خو ته رښتیا وایې، د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت دي.»
د قطر امیر و ویل: «د تړون تر لاسلیک وروسته موږ د امریکا او قطر د اړیکو یو نوي پړاو ته دننه کیږو. غواړم له تاسو ښاغلي ولسمشر یو ځل بیا د تاریخي سفر لپاره مننه وکړم.»
تر دې مهاله د الوتکو ماډل نه دی مالوم او د قطر ایرویز او بوینګ شرکتونو هم تر دې مهاله په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
ټرمپ تر دې وړاندې سعودي عربستان کې هم له دغه هېواد سره د ۱۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور تړون لاسلیک کړ.
په دې اړه مو اندونه