رویټرز راپور ورکړی چې اسراییل غزه کې په خپلو تازه بریدونو کې له تېرې شپې (جمعې) راهیسې ۵۸ تنه وژلي دي.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، له تېرې پنجشنبې راهیسې بیا دغو بریدونو کې د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ اوښتی دی. د اسراییل دغه تازه بمباری تېره مارچ میاشت کې د اوربند له پایته رسېدو راهیسې تر ټولو مرګوني بمباری ګڼل شوی دی.
د غزې شمال کې د اندونیزیایي روغتون ډاکټر، مروان السلطان و ویل: «له تېرې نیمې شپې راهیسې موږ ته ۵۸ شهیدان راوړل شوي او لا هم ګڼ شمېر تر ویجاړیو لاندې پاتې دي. په روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی.»
د اسراییل پوځ نن (شنبه) ویلي، غزه کې یې دغه پراخ عملیات پر دغه تړانګه د عملیاتي کنټرول په موخه پیل کړي دي.
تر دې وړاندې د اسراییل یوه دفاعي چارواکي ویلي و چې دغه عملیات به د ډانلډ ټرمپ د منځني ختیځ د سفر تر پایته رسېدو وروسته پیل کړي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اسراییل له لوري له تېرو ۷۶ ورځو راهیسې د بشري مرستو د بندېدو له امله، په غزه کې د لوږې ګواښ لا زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر روانه اونۍ له امنیت شورا غوښتي و چې غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اقدام کوي او کنه؟
د امریکا ولسمشر هم د منځني ختیځ تر سفر وروسته غزه کې د لوږې ناورین تایید کړ او زیاته یې کړه چې غزې ته باید بشري مرستې ورسیږي.
په دې اړه مو اندونه