Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خامنه‌يي له امریکا سره د اټومي پروګرام پر بریالیو خبرو شکمن دی

د ایران مذهبي مشر خامنه‌یی له امریکا سره د اټومي خبرو د بریا په اړه شک څرګند کړی دی

ایت‌الله علي خامنه‌یي، د سې‌شنبې په ورځ شک څرګند کړ چې له امریکا سره د اټومي خبرې اترې به کومه پایله ولري، په داسې حال کې چې تهران د خبرو پنځم پړاو د ترسره کولو وړاندیز ارزوي.

خامنه‌یي د ایران د پخواني ولسمشر، ابراهیم رئیسي، د یاد غونډې پر مهال وویل: «زه فکر نه کوم چې له امریکا سره اټومي خبرې کومه پایله ولري..»

رویټرز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې خامنه‌يي د امریکا دا غوښتنه چې ایران دې د یورانیمو له بډاینې (غني‌سازۍ) ډډه وکړي، «افراطي او غیرمنطقي» بللې.

سره له دې چې تمه وه د خبرو پنځم پړاو د راتلونکې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي خو دا خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ دي، ځکه تهران او واشنګټن د یورانیمو د غني‌سازۍ پر موضوع اختلاف لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت‌روانچي، د دوشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن ټینګار کوي چې تهران باید د یورانیمو کورنۍ غني‌سازي بنده کړي، نو خبرې به ناکامې شي.

امریکا بیا وایي دا کار ښايي د اتومي وسلو د جوړولو لور ته لار هواره کړي خو تهران وایي، د دوی اټومي پروګرام بشپړې سوله‌ ییزې موخې لري.

سره له دې چې تمه وه د خبرو پنځم پړاو د راتلونکې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي خو دا خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

Thumbnail

د ایران مذهبي مشر خامنه‌یی له امریکا سره د اټومي خبرو د بریا په اړه شک څرګند کړی دی

ایت‌الله علي خامنه‌یي، د سې‌شنبې په ورځ شک څرګند کړ چې له امریکا سره د اټومي خبرې اترې به کومه پایله ولري، په داسې حال کې چې تهران د خبرو پنځم پړاو د ترسره کولو وړاندیز ارزوي.

خامنه‌یي د ایران د پخواني ولسمشر، ابراهیم رئیسي، د یاد غونډې پر مهال وویل: «زه فکر نه کوم چې له امریکا سره اټومي خبرې کومه پایله ولري..»

رویټرز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې خامنه‌يي د امریکا دا غوښتنه چې ایران دې د یورانیمو له بډاینې (غني‌سازۍ) ډډه وکړي، «افراطي او غیرمنطقي» بللې.

سره له دې چې تمه وه د خبرو پنځم پړاو د راتلونکې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي خو دا خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ دي، ځکه تهران او واشنګټن د یورانیمو د غني‌سازۍ پر موضوع اختلاف لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت‌روانچي، د دوشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن ټینګار کوي چې تهران باید د یورانیمو کورنۍ غني‌سازي بنده کړي، نو خبرې به ناکامې شي.

امریکا بیا وایي دا کار ښايي د اتومي وسلو د جوړولو لور ته لار هواره کړي خو تهران وایي، د دوی اټومي پروګرام بشپړې سوله‌ ییزې موخې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه