Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزه کې له تېرې ورځې راهیسې د اسراييل هوايي بریدونو ۵۵ تنه وژلي

د سیمه ییزو  روغتیايي کارکوونکو په وینا، د سې‌شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۵ فلسطینیان ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې دغه بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې پر اسراييلي ځواکونو نړۍوال فشار زیات شوی څو نظامي عملیات ودرول شي او له خنډ پرته بشري مرستو ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

برېټانیا اعلان کړی چې له اسراييل سره د سوداګرۍ خبرې اترې ځنډوي او د دغه هېواد سفیر یې تر تېري لاندې لوېدیځې تړانګې او غزې په اړه د "شدیدو پالیسو" له امله احضار کړی دی.

 همداراز، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، کایا کالاس، د EU-Israel د سوداګریز تړون د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. 

ملګرو ملتونو ویلي، سره له دې چې اسراييل د دوشنبې په ورځ ۱۱ اونیزه کلابندي نرمه کړې خو لا هم هیڅ بشري مرسته په غزه کې نه ده وېشل شوې.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجاریک، ویلي: «اسراییلي چارواکي موږ اړ باسي چې مرستې د کرم شالوم په سرحد کې یو ځل پر فلسطیني لوري ښکته کړو او بیا یې وروسته د ننوتلو لپاره یو ځل بیا موټرو ته راپورته کړو.»

د اسراییل پوځ ویلي، د سې‌شنبې په ورځ د کرم شالوم له لارې د ملګرو ملتونو ۹۳ د مرستو لارۍ تر "پوره امنیتي پلټنو" وروسته غزې ته داخلې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه