Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: تر اوسه هم غزه کې اړمنو ته مرستې نه دي رسېدلي

اسراییل له لوري غزې ته په محدود ډول بشري مرستو ته د اجازې ورکولو درې ورځې وروسته هم ملګري ملتونه وایي، دغه مرستې تر دې مهاله اړمنو ته نه دي رسېدلي.

که څه هم اسراییل ادعا کوي چې د بشري مرستو نږدې ۱۰۰ لارۍ یې غزې ته پرېیښي خو له غزې خپاره شوي انځورونه ښیي چې ماشومان لا هم د خیریه پخلنځیو مخې ته د خوړو په تمه دي. 

فلسطینۍ ماشومه، میس د غزې اوسني وضعیت په اړه وايي: «دلته ډېر زیات خلک دي. ټول د خوړو لپاره یو بل ټېل وهي. زه څنګه خپل بشقاب ډک کړم؟ نه شم کولی. هره ورځ همداسې ده. خلک له پنډغالو او بهره د خوړو لپاره راځي. له سهار راهیسې دلته یم، هڅه مې وکړه چې ځان مخکې کړم چې لږ څه خواړه ترلاسه کړم، خو ونه شو.»

ملګري ملتونه وایي، تر دې مهاله دغه مرستې د امنیتي ستونزو له امله له پولو نه دي پرېښودل شوې.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک و ویل: «تر اوسه هیڅ مرسته د کرم شالوم د بارولو له سیمې نه‌ده وتلې. دلیل یې دا دی چې تر پرون ماښامه اسراییلو یوازې له یوې لارې د تګ اجازه ورکړې وه، چې ډېره ګڼه ګوڼه او ناامنه و او زموږ همکارانو د خلکو د سختې اړتیا له امله د مرستو د لوټلو ګواښ ډېر لوړ ارزولی. دا مهال د اسراییل له امنیتي چارواکو سره د خوندي لارو پر موندلو خبرې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې غزه کې اوس هم د اسراییل بمبارۍ دوام لري.

که څه هم پر اسراییل نړۍوال فشارونه زیات دي خو تر دې مهاله هیڅ هڅې داسې پایله نه ده ورکړی چې د غزې ماشومانو ته خواړه، امنیت او نورې بېړنۍ مرستې تضمین کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه