د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې د اسراییل له لوري پر غزې وروستیو دوامداره بریدونو سره د دغې سیمې اوسېدونکي د جګړې یو بې رحمه او ویجاړونکي پړاو ته داخل شوي دي.
د انتونیو ګوترش په خبره، غزه کې انساني ناورین ناوړه وضعیت ته رسېدلی او د خوړو نشتون د میلیونونه فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه ویلي: «فلسطینیان په غزه کې د جګړې داسې سخت او بېرحمه پړاو ته داخل شوي چې ډېر ګواښوونکی به وي. اسراییل له نږدې ۸۰ ورځو راهیسې د نړۍوالو مرستو مخه نیولې. د لوږې د نړۍوالې ارزونې لمخې، د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي. کورنۍ تر ډېره په لوږه کې ژوند کوي او له لومړنیو اړتیاو بې برخې پرېښودل شوې دي.»
بلخوا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیال ویلي چې غزې ته اوسنۍ مرستې کافي نه دي او دا د سیمې د وګړو اړتیاوې نشې پوره کولای.
د بشري حقونو د څار بنسټ او د بشري حقونو ځینې نور سازمانونه د اسراییل د لوږې تګلاره جنګي جنایت او نسل وژنه بولي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د اسراییل او فلسطین د څانګې مسوول، عمر شاکر په دې اړه وایي: «اسراییل د اشغالګر ځواک په توګه مسوولیت لري چې ولسي وګړو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د جګړې هیڅ ښکېل اړخ نشي کولای چې د مرستو مخه ونیسي. له لوږې د جګړې د وسلې په توګه کارونه جنګي جنایت دی. له خوړو، درملو او بنسټیزو اړتیاو د ملکیانو محرومول نسل وژنه بلل کیږي.»
د امریکا او اسراییل له لوري غزې ته د بشري مرستو لپاره طرحه تر دې مهاله وروستۍ شوې نه ده او ملګري ملتونه وایي، دغه برخه کې به همکاري ونه کړي او دا یې د اسراییل له سیاسي او پوځي موخو سره مشروطه طرحه بللې ده
په دې اړه مو اندونه