Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې د اسراییل هوايي برید د کډوالو په پنډغالي کې ۳۶ کسان وژلي

د دوشنبې سهار اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر هغه ښوونځي هوايي برید وکړ چې اوس د کډوالو په پنډغالي بدل شوی او له امله یې لږ تر لږه ۳۶ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

د وژل شویو کسانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

فارس افانه، یو فلسطینی مرستندوی د دغې پېښې په اړه وايي: «د اسراییل اشغالګرو ځواکونو نن شپه د هغو ماشومانو او ښځو ډله‌يیز قتل او نسل وژنه وکړه چې په دې ښوونځي کې ویده وو. د ماشومانو د وژنې صحنې، لکه څنګه چې مې وویل، د بیان وړ نه دي.»

په ورته وخت کې د نړۍ شلو هېوادونو استازي د هسپانیا پلازمېنه مادرید کې راټول شوي څو د غزې د جګړې پر وضعیت خبرې وکړي.

د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی د دغې غونډې په څنډه کې ویلي چې غواړي د غزې د سولې بهیر کې د امریکا ونډه لا زیاته شي.

د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا، د روانې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۵۳ زره او ۹۰۰ زیات فلسطینیان د اسراییل د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه