ملګرو ملتونو په غزه کې د زرګونو فلسطینیانو له لوري د مرستو د وېش پر مرکز یرغل او د اسراییلي ځواکونو له لوري د مرستو د وېش پر مهال ډزې خواشینوونکې او دردناکې بللې دي.
له بل لوري، د غزې بشرپاله بنسټ چې د امریکا او اسراییل له خوا تمویلېږي، ویلي چې نږدې ۸ زره د خوړو کڅوړې یې د فلسطینیانو تر منځ وېشلې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجاریک، ویلي: «رښتیا ووایم، دا انځورونه ډېر دردناک دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره اونۍ اشاره وکړه، موږ او زموږ شریکان یو کره، اصولي او عملي پلان لرو چې د غړو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږي، څو مرستې اړمنو ته ورسېږي.»
یوه سړی له وینو ډکو پښو، یوه مور له خپل ماشوم سره او ګڼ خلک له تشو لاسونو او له نهیلۍ سره د برید له ځایه تښتېدلي دي.
یاسمین مطر، د غزې یوه اوسېدونکې وايي: «موږ خپل ماشومانو ته خواړه راوړو. له موږ سره خواخوږي وکړئ. موږ داسې څوک غواړو چې زموږ حال ته او دې فاجعه ته چې پکې یو، پاملرنه وکړي. زموږ لپاره مهمه نه ده چې بمباري ده که ډزې، مهمه دا ده چې خپل اولادونو ته خواړه راوړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ډېر نړۍوال بنسټونه او ملګري ملتونه غزه کې د مرستو د وېش له څرنګوالي اندېښنه لري. هغوی ټینګار کوي چې مرستې باید له نظامي مداخلې پرته، د بېطرفۍ پر اصل او د تخصصي ادارو له خوا و وېشل شي.
په دې اړه مو اندونه