Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوکراین ولسمشر د جرمني له لومړي وزیر سره کتلي دي

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي برلین ته په سفر کې د جرمني له لومړي وزیر فریدریش میرڅ سره کتلي دي.

دغه کتنه کې د جرمني لومړي وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له اوکراین سره د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د تولید په برخه کې همکاري وکړي.

زلنسکي هم د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی او له ولادیمیر پوتین او ډانلډ ترمپ سره یې د درې اړخیزې غونډې هرکلی کړی دی.

هغې ویلي، چمتو دی څو له دواړو خواو سره په جلا توګه هم وګوري.

میرڅ زیاته کړې: «موږ به خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړو او حتی زیاته به یې کړو څو اوکران اوس او راتلونکي کې د روسیې د یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړي.»

زلنسکي ویلي: «موږ د سولې پر ډیپلوماټیکو لارو مفصلې خبرې وکړې. نړۍ له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې روسیې ته په تمه ده چې خپل یادښتونه بشپړ کړي، هغه څه چې د وژنو د بندېدو لپاره اړین دي.»

دا د لومړي وزیر په توګه د مېرڅ تر ټاکل کېدو وروسته د هغه او د زلنسکي لومړنۍ رسمي کتنه ده. 

جرمني تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې اوکراین ته د پام وړ پوځي مرستې وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه