منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي غزې لپاره د اوربند په چمتو شوې طرحه کې د حماس وړاندیزونه د نه منلو یاد کړې دي.
حماس ویلي، د بندیانو تبادلې ته لېواله دي خو دغه طرحه کې باید د جګړې دایمي پایته رسول او په بشپړه توګه له غزې د اسراییلي ځواکونو وتل هم په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې غزه کې اوس هم د اسراییلي ځواکونو هوایي بریدونه دوام لري.
د غزې اوسېدونکی، معتصم وایي: «موږ رنځېدلي یو، له لوږې مو ژوند له لاسه ورکړی، هیڅوک پر موږ رحم نه کوي، هیڅ عرب مو خیال نه ساتي. هیله لرو چې خدای مو له دې جګړې خلاص کړي.»
د غزې په ځینو سیمو کې چې د بشري مرستو د وېش مرکزونه جوړ شوي، خلک په ساعتونو په تمه وي څو مرستې ترلاسه کړي خو ډېری خلک د مرستو ترلاسه کولو پرته ستنیږي او یا هم پرې ډزې کیږي.
فلسطیني بېځایه شوي، نعیم حضون و ویل: «نن دلته راغلو خو هیڅ مو پیدا نه کړل. پرون ځینو خلکو مرستې ترلاسه کړې، خو نن له سهاره تر لسو بجو دلته وو، هیڅ مرسته ونشوه. حتی پوځ پر موږ ډزې وکړې.»
په همدې حال حماس وړاندیز کړی چې د بندیانو تبادله دې د اوربند تر وروستيو په درېیو پړاوونو کې ترسره شي او مرستې دې هم د غزې ټولو سیمو ته و لېږدولې شي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د امریکا په دغه طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند، د څه باندې ۱۲ فلسطینيانو په بدل کې د ۲۸ اسراییلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لېږد شامل دي.
په دې اړه مو اندونه