د غزې بشرپاله بنسټ چې د امریکا او اسراییل له ملاتړ برخمن دی، نن (چهارشنبه، د جون ۴مه) د خوراکي توکو د وېش مرکزونه د بهیر د ښه والي او د کړنو د ارزونې لپاره موقتاً تړلي دي.
دغه بنسټ ویلي چې تر اوسه یې د غزې اوسېدونکو ته له اووه میلیونو زیات د خوراکي توکو کڅوړې وېشلې دي.
دغه مرکزونه داسې مهال تړل شوي چې لوږې او نا امنۍ د غزې تر دوو میلیونو د زیاتو اوسېدونکو ژوند ګواښلی دی.
په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د هغو راپورونو ارزونه کوي چې ګواکې د اسراییلي ځواکونو له خوا د مرستندویو مرکزونو په شاوخوا کې پر فلسطینیانو ډزې شوې دي.
له بلې خوا، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي د اوسنيو محدودیتونو پر ضد نیوکه کړي او د بشري مرستو د ننوتو پر اړتیا یې ټینګار کړی. هغه د ملګرو ملتونو د شته ادارو، په ځانګړي ډول د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار د اژانس (UNRWA) فعالیتونه مهم بللي دي.
په تېرو درېیو ورځو کې د اسراییل له خوا پر فلسطینیانو پرلهپسې ډزې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه