د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپلو تازه څرګندونو کې پر اوکراین تور پورې کړی چې د روسیې پر ملکي زېربناو یې ترهګریز بریدونه کړي او په خبره یې، دغه راز کړنې ښیي چې کیف د سولې خبرو ته لېواله نه دی.
پوتین دغه څرګندونې د روسیې د کریمیا پر سټراټیژیک پل د اوکراین تر برید وروسته کړې دي.
پوتين ويلي: «دغه بريدونه په قصدي ډول پر ملکيانو شوي. دا موضوع ښيي چې د کيف ناقانونه رژيم په يو ترهګريز سازمان بدل شوی او د هغوی ملاتړي د ترهګرو ملګري شوي. هغوی چې د ۳۰ يا ۶۰ ورځني اوربند او د خبرو غوښتنه کوي، نو څنګه کېدای شي په داسې وضعيت کې خبرې وشي؟»
خو د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي کيف کې يوې خبري غونډه کې روسيې ته د لنډ مهالي اوربند وړانديز کړی چې په خبره یې، دغه وړاندیز کولای شي د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې زمینه برابره کړي.
زلينسکي ويلي چې ښایي د روسيې او اوکراين ترمنځ د بنديانو تبادله د روانې جون میاشتې په اوومه او اتمه ترسره شي.
هغه زياته کړې: «موږ چمتو يو چې د دوشنبې له ورځې د ليدنې لپاره اقدام وکړو. که دغه ليدنه کې د تاوتريخوالي د کمولو هوډ نه وي، نو هماغه ورځ به اوربند پایته ورسيږي او روسيه به وکولای شي چې دا اوربند يواځې په یو اړخیز ډول لغوه کړي. که ولسمشر ټرمپ له دې نظريې ملاتړ وکړي، موږ به منندوي يو. ولسمشر اردوغان هم د ټرمپ، پوتين، هغه (اردوغان) او زما (زلنسکي) په ګډون د دغه راز غونډې هرکلی کړی دی.»
استانبول کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرې چې تېره اوونۍ ترسره شوې، دواړو خواو یوازې د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه