رویټرز د روسي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین د ډرون بریدونو امله مسکو ته څېرمه دوه هوایي ډګرونه په لنډ مهالې توګه تړل شوي دي.
د مسکو ښاروال ویلي، ۹ اوکرایني ډرون الوتکې یې په نښه کړي او ډېري جدي زیان نه دی اوښتی.
د روسیې د هوایي چلند ادارې ویلي چې دغه دوه هوایي ډګرونه یې د خوندیتوب په موخه تړلي دي.
په ورته مهال ځينو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغو ډرون بریدونو ځواب ته چمتووالی نیسي او ښایي ډېر ګواښوونکی برید وکړي.
دغو چارواکو ویلي، ښایي د روسیې دغه برید په نږدې ورځو کې وي او دا به د توغندیو او ډرون په ګډون هوایي برید وي.
که څه هم روسیې د تېرې جمعې پر ورځ د اوکراین د تېرې اوونۍ د بریدونو په غبرګون کې پر کیف ځینې ډرون بریدونه وکړل، خو امریکایي چارواکي وایي، روسیه به تر دې هم سخت برید وکړي.
دوی په دې باور دي چې ښایي مسکو د اوکراین پوځي تاسیسات او امنیتي ادارې په نښه کړي.
په دې اړه مو اندونه