د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د برېټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د اسراییل د ملي امنیت او مالي چارو پر وزیرانو لګول شوي تازه بندیزونه غندلي دي.
ښاغلي روبیو د دغې پرېکړې له نیوکې سره ویلي، دا ډول بندیزونه د غزې جګړې د پایته رسېدو لپاره ګټور نه دي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر هم دا پرېکړه نهمنونکي بللې او ویلي یې دي چې اسراییل به د دغو بندیزونو د غبرګون په اړه ځانګړې غونډه وکړي.
دغه دواړه وزیران د اسټرالیا، برېټانیا، کاناډا، نوي زیلاند او ناروې له لوري د بشري حقونو د نقض او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله تر بندیزونو لاندې راغلي چې پکې د شتمنیو کنګل او د سفر بندیز شامل دي.
له بل لوري، په اسراییل کې د امریکا سفیر ویلي، د یوه خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ د امریکا د رسمي بهرنۍ پالیسۍ برخه نه ده. د دغو څرګندونو له امله د رامنځته شویو غبرګونونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وضاحت ورکړی چې د سفیر څرګندونې یوازې د هغه شخصي نظر دی او د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه ښيي.
په دې اړه مو اندونه