پر ایران د اسرییل په بریدونو کې د دغه هېواد ځینې لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي دي.
د ایران د پوځ لوی درستیز محمد حسین باقري، د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي، د هوایي ځواکونو قومندان سردار حاجې زاده، د ایران د مذهبي مشر ستر سلاکار علي شمخاني، ځینې نورو جنرالان او د اټومي وسلو ساینسپوهان هم په دغو وژل شویو کې شامل دي.
د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي چې تر دې وړاندې یې پر اسراییل د ایران د وروستي برید مشري پر غاړه لرله، په ۱۹۶۰ کال کې د اصفهان په ګلپایګان ښار کې زیږیدلی و.
سلامي په ۱۹۷۸ کال کې د ایران د علم او صنعت په پوهنتون کې د میخانیکي انجنیرۍ په څانګه کې ومنل شو او د ایران او عراق د جګړې له پایته رسېدو وروسته یې همدغه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او ورسره هم مهاله یې د ایران د ملي دفاع له پوهنتونه د دفاعي مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۲۱مه، د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنه يي د سلامي رتبه لوړه کړه او د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قومندان په توګه یې وګوماره.
حسین سلامي د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې په لومړۍ کلیزه کې ویلي و: «ایران به په هیڅ ډول ستاسو سیاسي ارادې ته تسلیم نهشي. دا چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، دا ستاسو د فشار نه بلکې، د ایران د ملت او د ستر مشر د سیاسي ارادې له امله ده. تاسو په هغه حالت کې نه یاست چې موږ یو څه ته اړ کړئ.»
د اسراییل د برید بل قرباني، د خامنه یي ستر سلاکار علي شمخاني دی چې په ۱۹۵۵ زېږیز کال کې په اهواز ښار کې زېږېدلی دی. هغه په خټه د ایران عرب و، له جُندي شاپور پوهنتونه یې د کرنې انجینرۍ او مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي وو. د علي خامنه يي د لوړ پوړي سلاکار په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د خوزستان د سپاه قومندان، د سپاه پاسداران د عمومي قومندان مرستیال، د ایران دفاع وزیر او د ایران د وسله والو ځواکونو یو له هغو ګوتو په شمېر قومندانانو و چې د سرلښکرۍ رتبه یې لرله.
علي شمخاني ویلي و: «موږ له هر هغه لوري سره همکاري کوو چې د داعش پر ضد جګړه کوي او د هر هغه ځواک پر وړاندې جنګیږو چې د قانوني دولتونو پر ضد له ترهګرو ډلو یا ناقانونه وسلو کار اخلي. دا همکاري به هم په نړۍواله کچه او هم د اسلامي نړۍ په کچه دوام ومومي.»
د وژل شویو کسانو په ډله کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد حسین باقري هم شامل دی. هغه په ۱۹۶۰ زېږیز کال کې په تهران کې زیږیدلی او د ایران د ملي دفاع پوهنتون کې یې د میخانیکي انجینرۍ او دفاعي سټراټېژيک مدیریت په برخو کې زده کړې کړي. باقري په ۲۰۱۶ کال کې د ایران د مذهبي مشر د حکم پر بنسټ، د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وګومارل شو.
محمد باقري په یو لړ پوځي مراسمو کې ویلي و: «د هرې ستونزې د حل لپاره باید پر خلکو تکیه وکړو. بهر کې یا زموږ دښمنان دي یا رقیبان؛ که څه هم په ظاهره خاندي خو حقیقت کې بل څه دی. د حق لوری لږ کسان لري او لار یې سخته ده. نو باید دا ولس وي چې میدان ته راووځي او ستونزې حل کړي.»
رویټرز هم راپور ورکړی چې دغو بریدونو کې د ایران ۲۰ لوړپوړي پوځیان وژل شوي دي.
پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج په دې اړه و ویل: «که څه هم دغه بریدونه د تمې خلاف و خو په بشپړ ډول نه؛ ځکه اسراییل هم له اوږدې مودې چمتووالی نیولی و او ایران هم لازم تدابیر نیولي وو. خو دغه برید د مهمو پوځي څېرو له وژل کېدو، پر حساسو ځایونو تر بریدونو، مهمې پایلې لرلې.»
که څه هم ایران تر دې مهاله د اسراییل دغو بریدونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د دغه هېواد مذهبي مشر، ولسمشر او ځینو نورو چارواکو د سخت ځواب خبرداري ورکړي او دا خپل مشروع حق بولي.
په دې اړه مو اندونه