د نښتو په درېیمه ورځ، ایران او اسراییل یو پر بل پراخ هوايي بریدونه کړي او یو بل ته یې درنه مرګژوبله او زیاتونه اړولي دي.
د ایران له لوري پر اسراییلو د توغندويي بریدونو په پایله کې، لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي. دغه بریدونه د اسراییل په بېلابېلو برخو کې پراخې ویجاړۍ او مالي زیانونه هم اړولي دي.
د اسراییلو د پولیسو نړۍوالو ویاند سټوان دین السدون ویلي:«باور دا دی چې لا هم ځینې کسان لادرکه دي، له همدې امله زموږ د ژغورنې ډلې له نورو ادارو سره په همغږۍ د هغو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې کوي چې ښایي لا هم دلته بند پاتې وي.»
ورته مهال، اسراییل اعلان کړی چې د څه باندې ۷۰ جنګي الوتکو پر مټ یې، په تهران کې ۴۰ ځایونه او د ایران په بېلابېلو برخو کې تر ۱۵۰ زیاتې موخې په نښه کړې دي.
د اسراییل د پوځ ویاند، افي دفرین وايي:«تېره شپه مو د څه باندې ۷۰ جنګي الوتکو په وسیله د تهران پر ۴۰ موخو برید وکړ؛ چې پهکې پرمختللي توغندیز دفاعي سیستمونه هم شامل وو. تهران نور خوندي نهدی. د ایران پر پلازمېنه برید، د عملیاتي او سټراتېژیک اهمیت له مخې ډېر مهم و، او موږ کلونه ورته چمتووالی نیولی و.»
د ایراني سرچینو د راپور له مخې، تر دې دمه د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۱۵ تنه وژل شوي او ۶۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي. لږ تر لږه ۳۰ پوځیان او یو د سره صلیب مرستندوی کارکوونکی هم د ختیځ اذربایجان په ولایت کې وژل شوي دي.
سپاه پاسداران هم اعلان کړی، چې د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې، د سپاه د هوايي ځواکونو قومندان، امیرعلي حاجيزاده، او ورسره اووه تنه نور لوړپوړي قومندانان وژل شوي دي.
بلخوا، د اسراییلو پوځ یو بېړنی پیغام خپور کړی او د ایران له وګړو یې غوښتي، چې د وسلو د تولید له مرکزونو، اټمي تاسیساتو او نظامي ملاتړ کوونکو ادارو څخه ځانونه لرې وساتي.
د اسراییل د پوځ ویاند ټینګار کړی، چې د دغو مهمو تاسیساتو په شاوخوا کې، د ملکي وګړو شتون کولای شي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
د اسراییل پوځ د فارسي ژبې ویاند، کمال پنحاسي ویلي:«له تاسو محترمو اوسېدونکو غوښتنه کوو چې د خپل ژوند او امنیت د خوندیتوب لپاره، ژر تر ژره دا سیمې پرېږدئ او تر بل پیغام پورې دې ځایونو ته مه راستنېږئ. ستاسو شتون د دغو تاسیساتو په شاوخوا کې، ستاسو ژوند له خطر سره مخ کوي.»
د قبرس ولسمشر هم اعلان کړی، ایران ترې غوښتي چې یو پیغام د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ورسوي. هغه زیاته کړې چې ټاکل شوې د ایران او اسراییلو ترمنځ د وروستیو شخړو په اړه له نتانیاهو سره خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه