Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوږې کړکېچ او وژنو دوام؛ غزه کې تر ۵۰ زیات شهیدان شوي

د اسراییلي ځواکونو له‌خوا نن (سې‌شنبه) په غزه کې پر هغو خلکو ډزې شوي چې هڅه‌یې کوله له مرستندویو موټرو خواړه ترلاسه کړي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه برید کې ۵۱ تنه شهیدان شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان دي.

محمود عنبه، چې د غزې اوسېدونکی دی، ویلي: «کله چې زه دې ځای ته را روان وم، په خپلو سترګو مې ولیدل چې لږ تر لږه لس کسان شهیدان شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویاند، چې د غزې له روغتونونو لیدنه کړې، ویلي چې جګړې د وسیلې په توګه د لوږې کارول ، د نړۍوال بشرپاله قانون ښکاره نقض دی.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې له ۹۰ سلنې زیاتو کورنیو د اوبو له شدید ناورین سره لاس او ګرېوان دي او د غزې روغتیایي سیسټمونه له منځه تللي او په ماشومانو کې خوارځواکي په چټکۍ سره خپرېږي.

د «غزه د بشرپاله بنسټ» (GHF) له پیل راهیسې، چې درې اوونۍ یې تېرې شوې، سلګونه کسان د مرستو د وېش پر مهال په ډزو کې شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې اسراییل او امریکا د دغو بنسټونو د جوړېدو موخه د حماس د لاسرسي مخنیوی بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه