Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې د اسراییل د جنګي جنایتونو او نسل وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو راپور

د فلسطین د اشغال شویو سیمو په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې پلټنې نړۍوال کمیسیون په یوه نوي راپور کې راغلي، چې اسراییلي پوځ غزه کې د جنګي جنایتونه، قصدي وژنې او نسل‌ وژنه ترسره کړې ده.

د دغه کمیسیون مشر ویلي، چې غزه کې له ۹۰ سلنې زیات ښوونیز مرکزونه ویجاړ شوي او ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي. هغه دغه کړنې د فلسطیني ولس پر وړاندې د یوه پراخ او بې‌رحمه یرغل برخه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د  خپلواکې پلټنې نړۍوال کمیسیون مشرې، ناوي پیلی ویلي: «زموږ راپور ښیي چې اسراییل په بنسټیز ډول د غزې ښوونیز نظام له‌منځه وړی دی. له ۹۰ سلنې زیات ښوونځي او پوهنتونونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي او دغه حالت ماشومانو ته زده‌کړې ناشونې کړي دي. دا بریدونه د فلسطینیانو پر وړاندې د یوه پراخ او بې‌رحمه یرغل برخه دي.»

د ملګرو ملتونو د دغه کمېسیون یوه کمېشنر ټینګار کړی چې د دغو جنایتونو مسوولیت هم د قومندانانو او هم د هغو کسانو پر غاړه دی چې دا کړنې یې ترسره کړي دي. هغه خبرداری ورکړی چې هر څوک چې جنګي جنایتونه کوي، باید راتلونکي کې حساب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پلټنې کمیسیون کمېشنر، ریس سیډوټي ویلي: «هغه کسان چې د مشرتابه یا قومندانۍ په موقف کې دي، د خپلو تر لاس لاندې کسانو د کړنو مسوول دي. خو حساب ورکول فردي اړخ هم لري او زه فکر کوم دا بشپړ انصاف دی چې هغو کسانو ته چې په دغو جنایتونو کې ښکېل دي، و وایو چې د خپلو کړنو حساب ورکړي، او ښايي په راتلونکي کې له عدلي تعقیب سره مخ شي.»

اسراییل اوس هم غزه کې خپل بریدونو ته دوام ورکړی او د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، د اسراییل د بریدونو له پیله تر دې دمه ۵۵ زره او ۶۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۹ زره او ۸۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه