Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عباس عراقچي: ملګري ملتونه او اسراییل به د اټومي نظام د ړنګېدو مسوولین وي

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي، اسراییل تېره ورځ (پنجشنبه) د دغه هېواد شمال ته د اراک د سنګینو اوبو تاسیسات چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د اصولو او د ایران د ۲۰۱۵ اټومي تړون په رڼا کې جوړ شوي وو، په نښه کړي دي. 

سید عباس عراقچي دغه برید غندلی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه بللې ده. 

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نننۍ غونډې ته په اشارې پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې پر خوندي اټومي تاسیساتو د برید د مخنیوي پرېکړه لیک دې پلي کړي. 

عراقچي ویلي: «که اوس اقدام نه کیږي نو امنیت شورا باید وضاحت ورکړي چې ولې دغه اصول ځینو دغه راز مهمو وختونو کې نه عملي کیږي. او دغه راز امنیت شورا او اسراییل به د اټومي وسلو د پراختیا مخنيوي نظام د احتمالي ړنګېدو مسوولیت په غاړه ولري.»

دغه پرېکړه لیک کې پر خوندي اټومي تاسیساتو برید د نړۍ د اټومي خوندیتوب لپاره ګواښ بلل کیږي.

بل‌خوا رویټرز راپور ورکړی چې د بریټانیا، فرانسې او جرمني بهرنیو چارو وزیران او د اروپایي ټولنې لوړپوړې ډیپلوماټه کاجا کالاس به نن جینوا کې له عباس عراقچي سره وګوري. 

تر دغې کتنې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل بریټانیوي سیال سره کتلي او په جلا ټیلیفوني اړیکو کې یې د اسټرالیا او ایټالیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره هوکړه کړې چې "ایران هیڅ کله هم اټومي وسله نشي جوړولی او ورته اړتیا نه لري." 

د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي ویلي: «اوس د منځني ختیځ د ناوړه وضعیت د پایته رسولو او سیمه ییزې جګړې د مخنیوي چې د هیڅ لوري په ګټه به نه وي، وخت را رسېدلی دی.»

خو عباس عراقچي ایراني رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد به هیڅ کله هم د اسراییل د بریدونو د دوام په صورت کې خبرو ته حاضر نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه