Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوتریش: د ایران - اسراییل جګړه به نه مهار کېدونکی اور بل کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې د ایران او اسراییل پر روانې جګړې اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی، "که دغه جګړه دوام ومومي، کولای شي داسې اور ولګوي  چې د مهارولو وړ به نه وي او موږ باید داسې حالت ته اجازه ور نه کړو."

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي بیا له ایرانه غوښتي چې بېرته اټومي هوکړې ته راوګرځي او روسي استازي هم ویلي، چې دغه بریدونه د تهران - واشنګټن د خبرو سره هم مهاله ترسره شوي دي.

د امریکا استازې، ډېروټي شیا و ويل: «اوس هم د ایران لپاره ناوخته نه ده چې سمه لاره غوره کړي. ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې چې ایران باید د یورانیم غني کول او ټولې هغه هڅې چې د اټومي وسلو لپاره دي، په بشپړ ډول ودروي.»

د روسیې استازي، واسلي نبينزیا و ویل: «ښکاره حقیقتونه رد کیدای نشي. حقیقت دا دی چې اسراییل د واشنګټن-تهران د خبرو د نوي پړاو په درشل کې پر ایران برید کړی دی.»

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، امیر سعید ایروانی بیا دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو خلاف بللي او زیاته کړې یې ده چې: "د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۴۸۷ پرېکړه‌لیک لمخې، د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې تر څار لاندې پر اټومي تاسیساتو برید د دې سازمان پر ټول اټومي نظام برید دی او د دې تړون خلاف عمل دی.»

اسراییل بیا ادعا کړې چې ایران د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د قوانینو خلاف له وړاندې  خپل یورانیم غني کړي او د درنو بمونو پر وړاندې یې دویم تر ټولو سخت تر ځمکې لاندې تاسیسات جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران-اسراییل پر یو بل هوایي بریدونو ته دوام ورکړی چې دواړو هېوادونو ته د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي تاوانونه یې اړولي دي.

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، امیر سعید ایروانی بیا دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو خلاف بللي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه