د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې په نهمه ورځ، ایران د بېپیلوټه الوتکو په واسطه د اسراییل پر پوځي مرکزونو، د خپلو هوايي بریدونو د اتلسم پړاو خبر ورکړی دی.
ایراني رسنیو هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د توغندیزو دفاعي سیسټمونو ډال، نن (شنبې) د ایران په مرکز کاشان ښار کې یوه اسراییلۍ بېپیلوټه الوتکه را نسکوره کړې ده.
په مقابل کې، اسراییل هم ویلي، چې په شېراز ښار کې یې پر یوه نظامي مرکز او همداراز د قم او اصفهان ښارونو کې پر توغندیزو مرکزونو او اټومي تأسیساتو درانه بریدونه کړي دي.
د اصفهان د والي مرستیال، اکبر صالحي وايي:«د شنبې سهار وختي، د اسراییلو رژیم د لنجان، مبارکه، شهررضا او اصفهان پر ځينو برخو بریدونه وکړل. دغو بریدونږ یادو سیمو ته زیانونه اړولي، او دوه بریدونو د اصفهان اټومي تأسیسات په نښه کړل.»
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په پیل کې، چې په استانبول کې جوړه شوې، ټینګار وکړ چې د اوسني وضعیت په شرایطو کې له امریکا سره خبرې اترې شونې نهدي.
هغه وویل:«زموږ د بیاځلي ډيپلوماټیک بهیر د پیل لپاره، باید تېری بند شي. څرګنده ده، چې زه نشم کولای په داسې حال کې له امریکا سره خبرو ته کښېنم چې زموږ خلک د بمبارۍ لاندې دي، او دا بمبارۍ د امریکا په ملاتړ روانې دي.»
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه، ایران غواړي خبرې پیل کړي؛ خو د ده په باور، په اوسنیو شرایطو کې د روانې جګړې درول ستونزمن دي.
ټرمپ وايي:«فکر کوم، اوس دا غوښتنه ډېره سخته ده. کله چې څوک د بریا په حالت کې وي، خبرې کول له هغې ډېر سخت وي چې څوک د ماتې په حالت کې وي؛ خو موږ چمتو یو، لېواله یو، او دا توان لرو. له ایران سره مو خبرې کړې دي، باید وګورو چې څه پېښېږي.»
په همدې لړ کې، د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس رییس وایي، چې ایران د څو اټومي سرګولې لپاره بشپړ مواد لري؛ خو تر اوسه داسې کوم ثبوت نهدی موندل شوی چې دغه هېواد دې د اټومي وسلو په جوړولو بوخت وي.
رافایل ګروسي په دې هکله وویل:«موږ تایید کړې ده، چې ایران ان دا مهال هم دومره مواد لري، چې د څو اټومي سرګولې لپاره بسندویه دي؛ خو دا موضوع باید د اټومي وسلې له لرلو سره یو شان ونه ګڼل شي.»
له بلې خوا، روسیې یو ځل بیا د ایران او اسراییل ترمنځ د احتمالي اټومي شخړې د مخنیوي لپاره د سیاسي حل غوښتنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا څرګندوي:«د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل بریدونو ته په پام سره، چې راډیو اکټیف مواد لري، د روسیې دنده دا ده، چې د کړکېچ د حل بهیر، سیاسي او ډيپلوماټیک مسیر ته راوګرځوي.»
د رسمي شمېرو له مخې، د ایران او اسراییل ترمنځ د روانو نښتو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۶۳۹ تنه په ایران کې وژل شوي او همدارنګه په اسراییل کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه