Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ایران د امریکا بریدونه له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شول

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل تر منځ شخړه هره ورځ نوي او ژور اړخونه پیدا کوي، د امریکا متحده ایالاتو نن (یکشنبې، د چنګاښ په لومړۍ نېټه) د ایران پر درې اټومي مرکزونو برید وکړ او په مستقیمه توګه په دغه سیمه‌ییز کړکېچ کې ښکېل شو.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نظامي عملیاتو د پیل اعلان وکړ او وویل چې د بریدونو هدف د ایران د فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونه دي. ټرمپ وروسته پر اېکس لیکلي: «اوس د سولې وخت دی.»

له دغه برید وروسته، رویترز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، ویلي چې په دې عملیاتو کې د پرمختللي B-2 بمب‌ غورځونکو الوتکو کار اخیستل شوی دی.

د ایران د حکومت سیاسي مرستیال وویل چې د امریکا له بریدونو مخکې، د ایران ټول اټومي تأسیسات خالي شوي او کوم زیان ورته نه‌دی رسېدلی.

په دغه کړکېچ کې د امریکا مستقیمه مداخله، چې د ایران او اسراییل تر منځ جګړې ته یې نوی رنګ ورکړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې پېچلی کړی او د بېلابېلو نړۍوالو غبرګونونو لامل شوی دی.

د ایران سپاه پاسداران پر اېکس د دغه برید په غبرګون کې ولیکل:«زموږ لپاره جګړه اوس پیل شوې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران پر "سوله‌ییز" اټومي تاسیساتو برید وکړ، چې له مخې یې د نړۍوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو منشور او د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون مات کړی دی.

دغه برید نه یوازې د نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راوپارول؛ بلکې اسراییل دې ته اړ کړ چې احتیاطي ګامونه واخلي، له هغې ډلې د خپل هوایي فضا تړل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، د امریکا له برید څو ساعته وروسته، دا پېښه د سیمې د کړکېچونو د جدي زیاتوالي او د سیمې او نړۍ لپاره مستقیم ګواښ وباله.

ښاغلي ګوترش په ټینګار سره د نښتو د کمولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې روانه جګړه کېدای شي له کنټروله ووځي او بې ګناه ملکي وګړو ته زیان ورسوي.

ډان بی‌ییر، د امریکا د کانګرس د ډیموکراتانو استازي، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ د کانګرس له اجازې پرته پر ایران د برید لپاره هېڅ قانوني صلاحیت نه‌لري.

الکساندریا اوکاسیو کورتز، چې د امریکا د کانګرس غړې ده، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح احتمال مطرح کړی؛ ځکه چې نوموړي د کانګرس له صریح اجازې پرته پر ایران برید وکړ.

د ایران او اسراییل ترمنځ شخړه، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو د پیل په درشل کې وه، نن د خپل لسمې ورځې ته ورسېده. که څه هم دا کړکېچ له پیل راهیسې د نړۍوالو غبرګونونو سره مل و، خو د امریکا مستقیم برید پر ایران یو نوی لړ غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ایران او اسراییل غوښتي چې د تنشونو د زیاتوالي مخه ونیسي. دغه اداره په خپلې اندېښنې کې ویلي چې د بحران د شدت له امله ډېر شمیر ښاریان دواړه هېوادونه پرېښي او بې ځایه شوي دي.

عبدالله عبدالله، د افغانستان د پخواني حکومت د عالي مصالحې شورا مشر، د امریکا پر ایران برید «بې‌انسانه» وباله او دا یې وغندل. نوموړي وویل چې اسراییل د امریکا په ښکېلتیا سره پر ایران د «سولېزو» اټومي تاسیساتو برید کړی، چې دا کار د نړیوالو ټولو قوانینو سرغړونه ګڼل کېږي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران د حاکمیت د سرغړونې په غندلو سره ویلي چې د امریکا بریدونه په «ژورې اندېښنې» سره تعقیبوي. دغه وزارت له ټولو اړخونو غوښتي چې ځانونه وساتي، تنشونه کم کړي او د سیمې ثبات د ساتنې لپاره د سیاسي حل لارې په موندلو کې له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا پر ایران د اټومي تاسیساتو بریدونه غندلي او دا یې د نړۍوالو قوانینو خلاف کار بللی دی.

د اروپا ټولنې د بهرنیو چارو رییسې کایا کالاس له ټولو خواوو غوښتي چې شاته شي او بېرته د خبرو مېز ته ورګرځي څو د شخړې د لا پراختیا مخنیوی وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د ایران د اټومي تاسیساتو د بمبارۍ وروسته د وضعیت د خرابېدو له امله خواشیني دي او په جدي ډول د وروستیو پېښو څارنه کوي.

د جاپان لومړی وزیر، شیګرو ایشیبا، خبریالانو ته ویلي چې د جګړې د شدت ژر کمول ډېر مهم دي.

آنتونیو تاجاني، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، هم هیله څرګنده کړه چې د دې برید وروسته به د تنشونو کمولو بهیر پیل شي او ایران به بېرته د خبرو مېز ته راګرځي.

تر دې مهاله د نیوزیلینډ، استرالیا، مکسیکو، ونزوېلا او کیوبا هېوادونو هم ورته غبرګونونه خپاره کړي دي.

برعکس، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران د اسراییلو پر ضد خپل شلم توغندیززي په څپل پیل کړې ده. دغه بریدونه چې د «صادق۳ عملیات» په نوم یادیږي، په کې د بېلابېلو ډولونو اوږدواټن توغندي شامل دي.

د امریکا ولسمشر هم خبرداری ورکړی چې ایران باید د سولې لار ونیسي، که نه نو «راتلونکي بریدونه به خورا سخت وي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه