Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د لومړي ځل لپاره پر علي خامنه یي بندیز ولګوه

د امریکا متحده ایالاتو د ایران پر مذهبي مشر علي خامنه‎يي او د ده پر دفتر خپل بندیزونه ولګول.

واشنګټن د سپاه پاسداران ځينې لوړ پوړي قومندان هم په دغه بندیز کې شامل کړي دي او وايي ټاکل شوې چې د ایران د بهرینو چارو وزیر جواد ظریف نوم هم په هغه نوملړ کې اضافه شي چې پرې بندیزونه لګېدلي دي.

ټرمپ د دغو بندیزونو په اړه ویلي:«د ایران مشر د دغه هېواد له دښمنۍ ډک چلند مسوول دی. هغه په خپل هېواد کې د درناوي وړ دي. د هغه دفتر د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په ګډون د رژيم پر وحشیانه اوزارو څارنه کوي.»

هغه زیاته کړه:«هغه بندیزونه چې د دغه اجرايي فرمان پر بنسټ لګول کېږي، مهمو مالي او ملاتړي سرچینو ته د ایران د مذهبي مشر لاسرسۍ بندوو. د ایت الله خامنه‎يي شتمني او د هغه دفتر به له بندیزه لیرې نه وي.»

هغه زیاته کړه چې د ایران په وړاندې له پوځي اقداماتو لاس په سر شوی، خو په راتلوونکي کې پر ایران د احتمالي بریدونو په اړه ګواښ وکړ.

ټرمپ وویل:«موږ ډېر نرمښت وښود؛ خو دا په دې مانا نه دی چې په راتلوونکي کې به هم نرمښت وښیوو.»

بلخوا ایران وايی چې د شخړو د کموالي غوښتونکی دی او امریکا د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو د زیاتوالي مسووله بولي.

اخوا بیا د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سعودي عربستان ته تللی دی څو په منځني ختیځ کې د امریکا له یوه تر ټولو نږدې متحد سره د واشنګټن او تهران د ترینګلتیاوو په تړاو خبرې وکړی .

 تر دې وروسته هغه په سیمه کې د امریکا بل متحد عربي متحده امارتو ته ځي .

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل:«د دوشنبي په ورځ به د پاموړ بندیزونه ولګول شي . نړۍ باید پوهه شي چې موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو ډاډ تر لاسه کړو چې ټول پوهیږو چې زموږ د هڅو موخه دا ده چې ایران د ترهګرۍ د کولو؛ د اټومي وسلو د جوړولو او د توغندونو د جوړولو سرچینې ونه لري؛موږ به ایران ته د سرچینو د رسیدو مخه ونیسو او په دې توګه په ټوله نړۍ کې د امریکا ګټې او خلک خوندي وساتو.»

خو ایران د دغو بندیزونو پر وړاندې د مقاومت خبره کوي او د دغه هېواد په پارلمان کې د مرګ پر امریکا شعارونه ورکول کېږي.

امریکا متحده ایالتونو د ایران پر وړاندې بندیزونه زیات کړي دي او د دغه هېواد سپاه پاسداران یې د یوه ترهګر سازمان په توګه پيژندلې ده .

پر وړاندې یې ایران هم په منځني ختیځ او د آسیا په لودېځ کې ټول امریکايي ځواکونه ترهګر اعلان کړي دي.

 تهران د واشنګټن له لوري د اماراتو او عمان په اوبو کې د تېلو لېږدونکو بېړیو ته پر ماین اېښودلو تورن شوی دی؛ خو ایران دا تورونه نه مني.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې پر خامنه يي د ایراني ځواکونو له خوا د امریکايي بې پيلوټه الوتکې د نسکورېدو له امله بندیز لګول شوی دی.

شریک یي کړئ