Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا پر ترکیې د بندیزونو له لیري کولو خبر ورکوي

د سوریې شمال په تړاو د روسیې او ترکیې تر هوکړې وروسته، اوس امریکا متحده  ایالات وايي چې پر ترکیې به لګول شوي بندیزونه لیري کړي.

دا کار وروسته له دې کېږي چې ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر وړاندې د خپلو پوځي عملیاتو له بندولو خبر ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څرګندوي:«د ترکیې حکومت زما ادارې ته اطلاع راکړ چې نور به سوریه کې جګړه او عملیات دروي او دایمي اوربند به کوي.»

ټرمپ وايي چې له دې سره به د ترکیې پر پوځي مقاماتو او بنسټونو لګول شوي بندیزونه لیري شي.

 هغه زیاته کړې ده:«ما خزانه دارۍ وزیر ته سپارښتنه کړې چې د سوریې په شمال کې پر کردانو د ترکیې د پوځي عملیاتو پیل پر مقابل کې د اکتوبر په څوارلسمه ټول لګول شوي بندیزونه لیلي کړي. دا بندیزونه به لیري شي، مګر دا چې داسې څه رامنځته شي چې موږ ترې خوښ ونه وسو.»

په همدې حال کې کردان له دغې پرېکړې خوښ نه دي. د سې شنبې په ورځ(د تلې په مه ۳۰مه نېټه) سلګونو کردانو په قامشلي ښار کې لاریون وکړ، څو له دې پرېکړې خپله نا خوښي څرګنده کړي.

روسیې او ترکیې، د سوریې شمال کې د کردي جنګیالو د مخنیوي لپاره سې شنبې(د تلې په ۳۰مه نېټه) پرګډو‌ ګزمو هوکړه وکړه.

ترکیه تمه لري چې له شوې هوکړې سره کردي جنګیالي د دغه هېواد له پولو لیري شي.

د روسیې او ترکیې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به کردان د روانې زیږدیزې میاشتې اکتوبر تر ۲۹مې پورې د ترکیې او سوریې له ۴۴۰ کیلومټرۍ ووځي. کردانو ویلي چې د خپلو  خلکو د خوندیتوب لپاره به دا کار وکړي.

شریک یي کړئ