نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا سره امریکا متحده ایالات تر ټولو زیات اغېزمن کړی او په دغه هېواد کې د کووید ناروغۍ له کبله د قربانیانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
اوس مهال نړۍ امریکا د کرونا ویروس د قربانیانو د شمېر له پلوه په سر کې ده او په کې ۹۴ زره ۷۰۲ تنه مړه شوي دي.
د جان هاپکنس پوهنتون د مالوماتو له مخې امریکا کې د اخته کسانو شمېر هم له یو نیم میلیونو زیات شوی او په کې ۱ میلیون، ۵۷۷ زره او ۲۷۷ تنه په کرونا ویروس اخته دي.
همداراز امریکا کې بیا د کووید ۲۹۸ زره او ۴۱۸ تنو درملنه هم شوې ده.
بریټانیا کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۱۲۴ تنو ته رسېدلی او ۲۵۲ زره او ۲۴۶ تنه پرې اخته دي.
ایټالیا کې هم د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسان شمېر ۳۲ زره ۳۸۶ ته رسېدلی او د اخته کسانو ۲۲۸ زره او ۶ تنه او د روغو شویو بیا ۱۳۴ زره او ۵۶۰ تنه دی.
ورپسې همداراز اسپانیا کې هم د مړو شمېر ۲۷ زره او ۹۴۰ او د اخته کسانو هم ۲۳۳ زره او ۳۷ دی.
ټول ټال نړۍ کې اوس مهال په کرونا ویرس ۵ میلیونه، ۱۰۲ زره او ۴۲۴ تنه اخته دي او له کبله یې ۳۳۲زره ا و ۹۲۴ تنه مړه شوي دي.