Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا کې د یوه تور پوستي د وژولو په غبرګون کې د لاریون دوام

په امریکا کې د پولیسو د سپين پوستو افسرانو له خوا د یوه تور پوستي د وژولو په غبرګون کې د دغه هېواد د وګړو لاریونونه دوام لري.

دغه لاریونونه چې څلورمې ورځې ته غځېدلي د واشنګټن په ګډون د امریکا په څو ښارونو کې دام لري.

د دغه هېواد د ځينو اوسېدونکو اعتراضونو د دولت ضد بڼه خپله کړې ده. اعتراض کوونکو د پولیسو څو پوستې او موټر سوځولي دي.

امریکایۍ اعتراض کوونکې ماهلیت برامسال وايي:«وضعیت په داسې ډول دی چې خبره نه شو کولای، پر لار نه شو تلای، له وېرې پرته موټر نه شو چلولای، آن نه شو کولای د ځان د امنیت لپاره پولیسو ته زنګ ووهو، ځکه ښايي دا زموږ د ژوند وروستۍ ورځ وي.»

تېره ورځ له هغې وروسته چې اعتراض کوونکو د امریکا په مینیاپولیس ښار کې پر یو شمېر پلورنځیو برید وکړ، د امریکا ولسمشر د خپل ټوېټر پر پاڼه ولیکل کله چې چورتالان پيل شي ډزې هم پيلېږي خو ټوېټر دغه ټویټ د تاوتریخوالي د ستایلو په وړاندې د مبارزې د سیاست له امله حذف کړ.

ډونلډټرمپ چې پر دغه کار په غوسه شوی له هغو جملو یې دفاع وکړه چې کارولې یې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګنده کړه:«ښه دا عبارت مې ډېره موده مخکې اورېدلی خو نه پوهېږي چې له کوم ځایه سرچینه اخلي، په ۱۹۶۷ کال کې مې له یوه خبریاله اورېدلي و، دا عبارت په دې مانا دی کله چې په یوه ځای کې تالان وشي پر خلکو ډزې کېږي او وژل کېږي، که د تېرې شپې پېښو ته وګورو همداسې به وي، دا یوه عادي مسله ده.»

د تور پوستو په وړاندې د امریکا د پولیسو تاوتریخوالی اوږده مخینه لري.

د رپوټونو له مخې هر کال زر تنه د امریکا د پولیسو لخوا وژل کېږي چې ډېری یې تور پوستي دي.
 
شریک یي کړئ