Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا کې څونامي د ۴۰۰کسانو ژوند واخیست

د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې د څونامي له کبله ۴۰۰ کسان وژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

دا پېښه نن(شنبې د تلې په ۷مه نېټه) په داسې حال کې وشوه چې وروسته له زلزلې د اوبو کابودریوو مترو څپو ټاپو ته مخه کړه او د سولاویسي ټاپو یو شمېر برخې یې ورانې کړې.

په همدې حال کې اندونیزیايي چارواکي وايي زیانمنو سیمو کې د برېښنا پرېکېدل او د لارو ورانیدو د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په اندونیزیا کې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند، سوتوپو پورو نوگروهو وویل:«ډېر شمېر قربانیانو د څونامي پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. موږ داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې مړي پر ساحلي سیمو پراته دي. ښايي د پېښې د قربانیانوشمېر زیات ښي.»

د څونامي څپو در ډېره پالو او دونګالا ښارونو ته تللې برېښنا پرې کړې ده.

د اندونیزیا د پوځ یو قومندان، هادي تجاهجانتو وايي:«‎موږ د پوځ روغتیايي ډلې زیانمنو سیمو ته استولي دي تر څو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.»

اندونیزیا یو له هغو هېوادونو دی چې په کې ډېره زلزله کېږي. یوازې د تېرې میاشتې په ترڅ کې لومبوک ټاپو کې شوې زلزلې ۴۶۰ کسان ووژل.

د څونامي څپو در ډېره پالو او دونګالا ښارونو ته تللې برېښنا پرې کړې ده او سرکونه وران شوي دي چې د ژغورنې عملیات یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي

شریک یي کړئ