ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د تیلو د بیوو زیاتوالي پر ضد د اعتراض کوونکو له ځپلو خبرداری ورکوي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د اعتراض کوونکو پر وړاندې له ځانګړي ځواک نه کار اخیستل نه ردوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر، عبدالرضا رحماني فضلي وايي اعتراض کوونکي تر څار لاندې دي، هغه کسان چې په ورانیو لاس پورې کړې، وبه نیول شي.
په همدې حال کې د ایران لوی څارنوال، اعتراض کوونکي د انقلاب ضد بولي.
د ایران لوی څارنوال، محمد جعفر منتظري څرګندوي چې ښایې یو شمېر اعتراض کوونکي تر څارنې لاندې ونیول شي.
ایران کې د تېرې دوشنبې(د لړم ۲۰مه) راهیسې د تیلو بیه ۵۰سلنه لوړه شوې ده، چې پر وړاندې یې د دغه هېواد په بیلابیلو ښارونو کې خلکو اعتراضونه کړي دي.
تر اوسه دغو اعتراضونو کې د څلورو کسانو د وژل کېدو په تړاو راپورونو خپاره شوي، خو تا پېښې نه دي تایید شوي.
د ایران حکومت وايي چې د تیلو د بیو له لوړېدو ترلاسه شوې پېسې به د دغه هېواد بې وزله کسانو ته ورسیږي.
ایران کې په داسې حال کې اعتراضونه کېږي چې اعتراضونه کېږي چې دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی او د تیلو په پلور کې هم ستونزه لري.