Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایراني چارواکي: په کرونا ویروس ۱۲اخته کسان مړه شوي دي

د ایران روغتیايي چارواکو دوشنبې(د کب په ۵مه نېټه) ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۱۲ اخته کسان مړه شوي دي او ۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ایران په پارلمان کې د قم ښار استازی، احمد امیر آبادي فراهاني بیا ویلي دي چې دوو اوونیو په ترڅ کې په دغه ښار کې ۵۰ په کرونا ویروس اخته کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور قرنطین شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دغه هېواد کې په نشه يي توکو روږدي ۱۰ زره کسان هم قرنطین شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند، کیانوش چهانپور په دې اړه ویلي دي:«ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۲ کسانو ته رسېدلی او پرې اخته کسان ۶۱ دي.»

هغه قم ښار کې د ۵۰ کسانو د مړه کېدو په تړاو د پارلمان د غړي ادعاوې رد کړې دي او هغه یې "بې بنسټه" بللې او زیاته کړې یې ده چې د ښاغلي فراهاني مالومات کره نه دي.

جهانپور ویلي په کرونا اخته کسانو ته به اړین درمل ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له ایرانه کویټ، بحرین، عراق، عمان او افغانستان ته هم رسېدلی دی.

تېره ورځ هرات کې د دغه ویروس مثبته پېښه په هرات کې ثبت شوه.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په هوبي ولایت کې خپور شو چې تر اوسه یې دغه هېواد کې ۲۵۰۰ کسان مړه کړي او له ۷۷ نور یې اخته کړي دي.

د کرونا ویروس له ایران نه کویټ، بحرین، عراق، عمان او افغانستان ته هم خپور شوی دی

شریک یي کړئ