Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران بوشهر کې د دوهم هستوي مرکز د جوړېدو کار پیل کړ

ایران په بوشهر کې د هستوي فعالیتونو لپاره د دوهم مرکز د جوړولو کار پیل کړ.

د دغه هېواد د هستوي بنسټ رییس، علي اکبر صالحي وايي چې اوس مهال په دې د دې مرکز د جوړېدو په چارو کابو نهه زره کسان پر کار بوخت دي.

ایران په داسې حال کې دوهمې هستوي کارخونې کار پیلوي چې په دې وروستیو کې یې اړیکې د امریکا او لویدیځو هېوادونو سره خړې شوې دي.

صالحي همداراز زیاته کړې ده چې دا مرکز ۱۰۰۰کیلواټه راکتور لري چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به یې رغنیزې چارې پایته ورسیږي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې له دې سره به هم مهاله د دریم مرکز چارې هم پیل کړي او چارې به یې تر ۲۰۲۵ کاله پورې بشپړې شي.

صالحي ويلي دي چې د هستوي ځواک درلودل د یوه هېواد ځواک ښیې.

امریکا متحده ایالات د ایران د هستوي پروګرام پرخلاف ده او له ایران سره د لویدیځ له شوې هوکړې بهر شوې ده. په همدې حال کې کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید له هوکړې له وتو ترڅنګ یې پر ایران سخت بندیزونه هم ولګول، اوس که څه هم واشنګټن دغه بندیزونه له لاسته راوړنو ډک بولي، خو تهران وايي چې دغو بندیزنو ځای نه دی نیولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران هستوي بنسټ شنبې(د لړم په ۱۸مه نېټه)ویلي چې هېواد یې وړتیا لري چې د یورانیمو غني کول تر ۶۰ سلنې لوړ کړي.

د یاد بنسټ ویاند، بهروز کمالوندي څرګنده کړې وه چې راتلونکو ورځو کې به په "فُردو" هستوي تاسیساتو کې د یورانیمو غني کول حد اکثر ته ورسیږي او دوی کولی شي چې یورانیم یوازې تر ۶۰سلنې غني کړي.

د ایران هستوي بنسټ ویلي چې هېواد یې وړتیا لري چې د یورانیمو غني کول تر ۶۰ سلنې لوړ کړي.

شریک یي کړئ