Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د امریکا د سولې طرحه د فلسطین وېش ګڼي

ایران د منځني ختیځ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې پر طرحې له نیوکې سره وايي چې دغه طرحه د اسلامي هېوادونو د پلور او د فلسطین د وېش په معنی دي.

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي سلاکار علي اکبر ولایتي وايي چې د ډونلډ ټرمپ دغه طرحه په حقیقت کې د اسلامي هېوادونو پلور دی.

دغه ایرانی چارواکی همدارنګه له سیمې د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم ټينګار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ منځني ختیځ په اړه د دغه هېواد د سولې طرحې پرانیسته وکړه.

په دغې طرحه کې د ټرمپ په وینا د اسرایل او فلسطین ترمنځ سوله مطرح شوې، او د فلسطین راتلوونکي په اړه نقشه طرحه شوې ده.

د دغې طرحې پر بنسټ امریکا، د لوېدیځې تړانګې ځينې برخې، د ختیځ بیت المقدس لږې برخې په ګډون او همدارنګه د غزه به په فلسطین پورې اړوند شي. خو بیت المقدس به د اسرایل پلازمېنه وي او د فلسطین ښکلاک شویو برخو به د اسرایل واکمني په رسمیت وپېژندل شي.

بلخو د امریکا دفاع وزیر عراق کې د امریکا پر پوځي اډو له برید وروسته وايي چې غواړي په اعراق کې توغندويي ډال نصب کړي.

له دې سره هم مهاله د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی د ایران د اټومي ځواکونو سازمان پر رییس د بندیز خبر ورکوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک وویل:«نن مو د ایران اټومي ځواک سازمان تحریم کړ. موږ د دغه سازمان پر رییس اکبر صالحي هم بندیز ولګوه. ولسمشر ټرمپ ژمن دی، پرې نه ږدي چې ایران اټومي وسلې ته لاسرسۍ پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې، د تهران او واشنګتن ترمنځ د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګړې د قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په ګډون د بېلابېلو مسایلو پر سر شخړې خپل وروستي حد ته رسېدلي دي.
 
شریک یي کړئ