Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې ۷۰ زره بندیان پر کرونا د اخته کېدو له وېرې رخصت کړل شوي

د ایران د بندخونو سازمان رییس اصغر جهانګیر ویلي چې د دغه هېواد د قضایه قوې د اعلامیې له خپرېدو وروسته، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، ۷۰ زره بندیان رخصت کړل شوي دي.

ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له زیاتوالي او د زندانیانو د ژوند خوندیتوب د غوښتنې په غبرګون کې، د دغه هېواد د قضایه قوې سازمان رییس ویلي چې له ضروري مواردو پرته، د کسانو له نیولو دې ډډه وشي. 

ایران کې د روغتیا د برخې چارواکو رپوټ ورکړی چې تراوسه په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۹۵ نورې تازه پېښې ثبت شوې دي.
 
ایران کې د کرونا پر ویروس د اخته شویو کسانو شمېر اوه زره تنو ته رسېږي.

بلخوا د ایټالیا حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له امله، ټول دغه هېواد قرنطین کړی دی.

د ایټالیا د حکومت د پرېکړې پر بنسټ، د دغه هېواد ۶۰ مېلیونه نفوس باید په خپلو کورونو کې پاتې شي او د ضروري موردونو څخه پرته، له کورونو څخه وتلو او سفرونو څخه دې ډډه وکړي.

په دغه هېواد کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او پر غونډو هم بندیز لګول شوی دی.

په ایټالیا کې د قرنطین د نیوو مقررو له اعلان وروسته، خلکو د پلورنځوینونو تر شا لیکې جوړې کړې دي چې خوراکي او ضد عفوني کوونکي توکي وپېري.

تراوسه په ایټالیا کې ۴۶۳ تنه د کرونا پر ویروس د ککړتیا له امله مړه شوي دي.

شریک یي کړئ