Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د اعتراضونو پایته رسولو لپاره هیلې

ایران کې د تیلو بیوو زیاتوالي پرضد د اعتراضونو سره، د دغه هېواد چارواکي وايي دغه اعتراضونه به راتلونکو ورځو کې پایته ورسیږي.

په داسې حال کې اوس مهال ایران کې انټرنټ پرې شوی او د اعتراضونو په تړاو مالومات په لاس کې نشته، خو د ایران د حکومت ویاند وايي دوشنبې اعتراضونه کم شوي وو او تر راتلونکو ورځو پورې به په بشپړه ډول پایته ورسیږي.

 په همدې حال کې ایران له اعتراض کوونکو د امریکا له ملاتړه نیوکې کوي.

د ایران د حکومت ویاند، علي ربیعي وویل:«نن موږ د تېرې ورځې په څېر پرتله کابو ۸۰ سلنه ارام حالت لرو. کم مسایل پاتې دي. تر سبا او بل سبا به موږ د اعتراض په ډول څه ونه لرو.»

د ایران حکومت اعتراض کوونکي د امریکا او عربستان پلویان بولي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي چې ایرانیان باید د اعتراضونو حق ولري.

هغه زیاته کړې:«امریکا په ایران کې اعتراضونه تر څار لاندې لري. موږ د ایران حکومت لخوا د اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندو او په دې برخه کې د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه لرو.»

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران باید خپلو خلکو ته د عتراضونو حق ورکړي او انټرنټ بېرته ونښلوي.

خو د  امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د خلکو پر حق د اعتراض او د انټرنټ بیا نښلولو باندې ټینګار کوي

شریک یي کړئ