Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د حکومت او نظام ضد اعتراضونه

د ایران ځینو ښارونو کې د تېر مازدیګر (شنبې د مرغومې په ۲۱مه نېټه) په دغه هېواد کې د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې د حکومت او نظام ضد اعتراضونه پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې ډېرۍ اعتراضونه د تهران، اصفهان، شېراز او یو شمېر نورو ښارونو پوهنتونونو ته نېږدې شوې دي.

اعتراض کوونکي چې تېره اوونۍ پر اوکراییني مسافروړونکې الوتکې د ایراني پوځیانو د برید په تړاو د مالوماتو پر پټولو غصه دي. دوی د ایران حکومت او مشرانو ضد شعارونه ورکوي.

اعتراض کوونکو د امریکا لخوا د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې قومندان، قاسم سلیماني انځور هم سوځولی او هغه یې قاتل بللی دی.

په همدې حال کې د ایران اعتراضونو کې  په تهران کې د بریټانیا سفیر د ګډون له کبله درې ساعته په بند کې تېر کړي دي.

بریټانیا د ایران دغه کړنه غندلې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی دی.

شریک یي کړئ