Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بارک اوباما: ټرمپ د یوې ناروغۍ نښه ده

د امریکا متحده ایالاتونو پخوانی ولسمشر، بارک اوباما اوسنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د داسې ناروغۍ نښه بولي چې د امریکا خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ رامنځته کوي.

اوباما د ایلینوي پوهنتون کې محصلینو ته د وینا پر مهال له ټرمپ څخه د جمهوري غوښتونکو د ملاتړ پر دوام هم نیوکه وکړه.

هغه وویل:«کله کله خلک غبرګون ښیې له بدلون څخه وېره لري. دا غبرګون له هغو مشرانو او ځواکمنو لخوا راځي چې غواړي موږ قهر او سره جلا کړي؛ ځکه چې له دوی سره مرسته کوي، تر څو ځواک یې له لاس کې وي او تاسو په همدې دور کې لویږئ. دا کار له ټرمپ سره نه دی پیل شوی. هغه د ناروغۍ نښه دی، لامل یې نه دی.»

د اوباما په خبره چې دا سیاست ډېر مخکې په امریکا کې پیل شوی وه او دوم لري، اوس مهال یې ټرمپ مخې ته وړي:«هغه پر غصې پانګونه کوي چې سیاستوالو تل ورته لمن وهلې ده. هغه قهر چې زموږ په تېر وخت کې رېښه لري او له هغه بدلون څخه راپورته شوی چې زموږ په لند ژوند کې ځای لري.»

د امریکا پخوانی ولسمشر د جمعوري غوښتونکو له ملاتړه چې له ټرمپ څخه یې کوي، خبرداری ورکوی.

دی زیاتوي:«دا ادعا چې هرڅه به سم شي، د باور وړ نه ده، ځکه په سپینې ماڼۍ کې داسې کسان شته چې د ولسمشر سپارښتنې په پټه توګه عملي کوي. زه جدی یم، زموږ ډموکراسي داسې کار نه کوي. دا کسان د خلکو لخوا نه دي ټاکل شوي او حساب ورکوونکي نه دي. دوی د هغو سلو سلنې لیونتوب څخه چې له دې ماڼۍ څخه راځي د لسو په اندازه یې موږ ته خدمت نه کوي. »

داسې ښکاري چې د اوباما خبرې پر ټرمپ ښې نه دي لګېدلي.

ده ویلي دي:«یوه خبریال راته وویل چې د اوباما وینا په اړه څه وايي، ما ورته وویل چې وبخښئ! ما وینا واورېده او خوب راغی، زه فکر کوم چې اوباما دا وینا د خلکو ویده کولو لپاره ډېره ښه ده. اوباما غوښتل د هغه څه امتیاز چې اوس زموږ هېواد کې کېږي، خپله واخلي.»

د امریکآيي نامتو خبریال، باب وودوارد کتاب خپرېدو سره چې د ډونالډ ټرمپ په اړه یې لیکلی، اوس مهال پر هغه نیوکې زیاتې دي.

په دې وروستیو کې په نیویارک ټایمز کې د سپينې ماڼۍ د یوه چاروکي لخوا یوه مقاله خپره شوې چې د ټرمپ فرمانونو په اړه له مقاومتونو خبر ورکوي، خو ټرمپ دا مقاله نا سمه بولي.

شریک یي کړئ