Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برازیل په ورځ کې د کرونا ویروس تلفاتو کې له امریکا مخکې شو

برازیل کې روغتیايي مسوولین وايي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړینه لا هم په لوړه روانه ده او تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمېر د امریکا متحده ایالاتو هم زیات وو.

د دغو مسوولینو په خبره تېره شپه ورځ کې ۸۰۷ تنه برازیل کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي په داسې حال کې چې امریکا کې دا شمېر ۶۲۰ تنه وو.

برازیل د ۳۷۴ زرو او ۸۹۸ اخته کسانو سره نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم ځای لري.

امریکا کې تر اوسه یو اعشاریه شپږمېلونه کسان له کرونا ویروس اخته شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې امریکا کې د مړو شمېر ۹۷ زره او ۹۷۱ کسانو ته رسېدلی دی.

برازیل کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۳۴ زره او ۷۴۷ ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د اسیا ختیځ تایلند کې د سې شنبې په ورځ د کرونا ویروس د ۳ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړل شوی دی. دغه هېواد کې تر اوسه په کرونا ویروس ۳۰۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۵۷ تنه مړه شوي هم دي.

تایلند کې له کووید نوولس نارغۍ ۲۹۲۹ته روغ شوي دي.

د دې ترڅنګ اسپانیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې څېړنې ښیې چې د کرونا ویروس له کبله مړینه کمه شوې ده.

تر اوسه اسپانیا کې ۲۶,۸۳۴ د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

اسپانیا نړۍ کې د سیلانۍ له پلوه دوهم هېواد دی، د دغه هېواد حکومت وايي چې په جون میاشت کې به حالت عادي کړي.

مخکې له دې د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي وو چې امریکا او برازیل د کرونا ویروس په تړاو خبرداریو ته په لومړیو کې جدي پام نه وو کړی.

برازیل د ۳۷۴ زرو او ۸۹۸ اخته کسانو سره نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم ځای لري

شریک یي کړئ