د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې برازیل تېره شپه ورځ(د غبرګولي په ۱۳مه نېټه) د کرونا ویروس د قربانیانو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی دی.
د برازیل روغتیايي مسوولینو ویلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۲۴۲ تنه مړه شوي دي او له دې سره دغه هېواد کې د ټولو قربانیانو شمېر له ۳۱ زرو واوښت.
د قربانیانو ترڅنګ تېره شپه ورځ کې برازیل کې د کرونا ویروس ۲۸,۹۳۶ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. برازیل کې اوس د کرونا ټولې مثبتې پېښې له ۵۵۵ زرو واوښتې.
ایټالیا کې هم تېره ورځ د کرونا ویروس له کبله ۵۵ تنه مړه شوي او د ټولو قربانیانو شمېر له ۳۳ زرو زیات شوی او له ۲۳۳ زرو ډېر نور پرې اخته دي.
ایټالیا له امریکا، روسیې، برازیل، اسپانیا او برازیل وروسته د کرونا ویروس د قربانیانو له پلوه شپږم ځای لري.
د مکسیکو د عامې روغتیا وزارت هم د سې شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې یوه شپه ورځ کې یې ۴۷۰ وګړي د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثتبې پېښې له ۹۷ لوړې شوې دي.
تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس له ۳۸۰ زرو ډېر کسان مړه کړي او له شپږ میلویونو او ۳۸۵ زرو زیات پرې اخته دي.