د برازیل روغتیا وزارت سې شنبې(د چنګاښ په ۱۰مه نېټه) اعلان کړی دی چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۶۰ زرو ته نېږدې شوی دیږ
دغه بنسټ همداراز یوه شپه ورځ کې د کوویډنولس د ۱۲۸۰ قربانیانو له ثبته هم خبر ورکړی دی. له دې سره برازیل کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۹۵زره او ۵۹۴ ته ورسید.
د برازیل روغتیا وزارت په یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۳،۸۴۶ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړی دی او له دې سره برازیل کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمطر له یو میلیونو او ۴۰۲ زرو هم واوښت.
د سې شنبې په ورځ د مکسیکو روغتیا وزارت هم به یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۴۳۲ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ چې له دې سره دغه هېواد کې هم د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۲۶زره او ۹۸۰ کسانوته ورسید.
تر اوسه مکسیکو کې د کرونا ویروس له کبله له ۲۷ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس له مخې د امریکا په ۱۴ایالاتو کې هم د کرونا ویروس مخ په زیاتېدو دی. د راپور له مخې فلوریډا، کالفرنیا او تګزاس یې په سر کې دي.
امریکا کې د ورځې ۴۰ زره د کرونا مثبتې پېښې ثبتیږي.
تر اوسه نړۍ کې کرونا ویروس له کبله ۵۱۰ زره کسان مړه شوي او له لسو میلیونو او ۵۴۰ زرو ډېر پرې اخته دي.