Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برلین کې د کورونا محدویتونو پر ضد لاریون؛ سلګونه تنه ونیول شول

د برلین پولیسو د شنبې په ورځ (د وږي په ۸مه) سلګونه تنه هغه لاریون کوونکي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د محدودیتونو پر ضد یې لاریون کړی وو، نیولي دي.

د دغه لاریون په لړ کې دوه تر درې زره معترضانو د روسیې له سفارت سره نږدې د پولیسو له ځواکونو سره ښکېل شول او د پولیسو ځینې ځواکونه هم ټپيان شول.

د دغو لاریونونو تر پایه څه باندې ۳۰۰ تنه ونیول شول.

د لاریونونو په لړکېو د برلین د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځواکونو له ټپي کېدو هم خبر ورکړ.

انډریاس ګېسل په دې اړه زیاته کړه:«له بده مرغه د روسیې سفارت ته څېرمه دوه تر درې زره ښی پاله توندلاري له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شوي، له ډبرو او ښيښه يي بوټلو سره پر پولیسو برید کوي. لږ تر لږه اوه پولیس ټپيان شوي او کابو ۲۰۰ تنه لاریون کوونکي نیول شوي دي.»

د برلین دغه لوړپوړی چارواکی زیاتوی چې د لاریون کوونکو شمېر ۳۵ تر ۳۸ زره تنو ته رسېده.

هغه همدرانګه څرګنده کړه:«نه مو غوښتل چې داسې نښتې دې رامنځته شي؛ خو کله چې په زرګونه تنه له روغتیايي تدابیرو پرته اعتراض وکړي، د دې وضعیت د وړاندوینې وړ دی. له همدې امله په لوړي سر کې دا لاریون، ممنوع شوی و.»

الماني لاریون کوونکو، له نښتې مخکې په برلین ښار کې لاریون پيل کړی وو.

لاریون کوونکي وايي چې په عمومي ځايونو کې په جبري توګه د ماسک له اغوستو سره مخالف دي او دا مقررې د خپلو مدني ازادیو سره په ټکر کې ګڼي.

یو لاریون کوونکی اکسل هان وايي:«زموږ د لاریون اعتراض ساده دی: موږ ازادي غواړو. کله چې کسان له بېلابېلو سیاسيو لیدلوریو سره د ازادۍ لپاره یو ځای درسېږي، یعنې ډیموکراسي پياوړې کېږي. موږ غواړو چې د ماسک د اغوستو پر ضد علمي لیدلوریو باندې هم بحث وشي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، المان د کورونا ویروس څه باندې ۲۴۹ زره مثبتې پېښې او د دغه ویروس له امله د کابو ۱۰ زره تنو مړینه ثبت شوې ده. 

شریک یي کړئ