Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بریتانیا، ایران د عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید مسوول بولي

د بریتانیا لومړی وزیر، بوریس جانسون دوشنبه (د تلي میاشتې په لومړۍ نېټه) نیویارک ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وايي، باوري دی چې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید عامل ایران دی.

هغه زیاتوي چې هېواد به یې له امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ملګرو سره په ګډه د ایران پر وړاندې اقدام وکړي.

جانسون همداراز څرګندوي:«بریتانیا په لوړې درجې سره د ارامکو پر تاسیساتو د برید مسوول ایران بولي، موږ په دې باور یوو چې تر ډېر ا حتمال سره ایران د دې بریدونو مسوول دی.»

رویټرز خبري آژانس د جانسون له قوله راپور ورکړی دی چې بریټانیا به له امریکا او اروپايي هېوادونو سره هڅه وکړي تر څو په فارس خلیج کې د راپورته شویو ناندرو د راکمولو لپاره د حل لار پیدا کړي.

د بريټانیا لومړي و زیر د بریدونو په ځواب کې د پوځي ګام پورته کولو په تړاو وايي چې هېواد یې د حالت ښه څېړنې په حال کې دی او دا چې امریکا له سعودي عربستانه د دفاع لپاره څه طرحه لري.

هغه همداراز څرګندوي:«که عربستان او امریکا له موږ نه غوښتنه وکړي، هغه وخت به موږ د خپلې همکارۍ څرنګوالي په تړاو پرېکړه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې زیږدیزې سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د سعودي عربستان په بقیق او خریص سیمو کې د آرامکو شرکت د تیلو پر تاسیساتو بریدونه وشول چې د دغه هېواد د تیلو تاسیسات یې راکم کړل.

له بلې خوا امریکا هم د یادو بریدونو مسوول ایران بولي او په تازه اقدام کې یې د ایران پر مرکزي بانک بندیزونه ولګول.

ملګرو ملتونو د دغو بریدونو د څېړلو په موخه سعودي عربستان پلاوی استولی دی

شریک یي کړئ