Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بریتانیا د ایران اټومي تړون د منځنځي ختیځ لپاره مناسب بولي

وروسته له هغه چې امریکا متحده ایالات له ایران سره له اټومي تړونه ووتل او پر ایران يې دویم پړاو کې بندیزونه پراخ کړل، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دې هېواد ته تللی دی. 

جرمي هانت؛ تېره ورځ (دوشنبه، د لړم ۲۸مه) تهران ته ورسید او د منځني ختیځ لپاره د ایران د اټومي تړون پلویتوب يې وکړ. 

جرمي هانت وویل، په منځني ختیځ کې حالات بېخې پېچلي شوي دي: «د ایران اټومي تړون لیک یو ښه شی دی، ځکه منځني ختیځ کې وضعیت بېخې پېچلی شوی، زهرجن او خطرناک شوی، که په دې منځ کې یو اټومي ځواک هم وي، اوضاع تر دې هم بدتره کېږي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د ایران الاصله بریتانوۍ نیول کېدل هم غندلي او ګوت‌څنډنه يې کړې چې ایران به يې بیه پرې کړي. 

نازنین زاغري، چې له یوې خیریه ټولنې سره يې کار کاوه، دوه کاله وړاندې ایران د جاسوسۍ په تور ونیوله. 

جرمي هانت، د هغې په اړه وویل: «ما ایران ته په ډاګه کړه، چې د تابعیتي افرادو د نیولو سیاست او همدرانګه ډیپلوماټیک فشار به ورته ښې پایلې ونه لري، دا داسې مسئله نه ده چې بریتانیا دې يې د کېدلو اجازه ورکړي او پرې يې ږدي چې ایران يې له مجازات پرته ترسره کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د اټومي تړون لیک په اړه د بریتانیا د تصمیم هرکلی وکړ، خو ويې ویل: «باید سیاسي ژمنتیا عملي اقدام ولري.»

ظریف د نازنین په اړه زیاته کړه: «هغه یوه ایرانۍ ده او د محکمې له خوا چې یو خپلوک بنسټ دی، متهمه شوې ده، په بهرنیو چارو وزارت کې د انسان دوستانه اقدام په ډول موږ هڅه کړې چې د انساني دوستۍ او همکارۍ له لار ې له هغې سره مرسته وکړو او دې کار ته به دوام ورکړو.»

شاوخوا اوه میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالات له ایران  سره د کړي اټومي تړون له ژمنې یو اړخیز ووتل، خو ملګري ملتونه وايي چې ایران لا هم دې تړون ته ژمن دی.
 
شریک یي کړئ