Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بریټانیا به سبا د اروپايي ټولنې غړی هېواد نه وي

د اروپا پارلمان په غوڅ اکثریت سره له اروپايي ټولنې د انګلستان وتو ته رایه ورکړه. دغه طرحه د ۶۲۱ موافقو، ۴۹ مخالفو او ۱۳ سپینو رایو سره تصویب شوه او سبا(جمعه د سلواغې په ۱۱مه نېټه) به بریټانیا د اروپايي ټولنې غړی هېواد نه وي.

په داسې حال کې چې بریټانیا د اروپا په پارلمان کې ۷۳ استازي لري، خو دوی به نور په دغه پارلمان کې نه وي.

خو له اروپايي ټولنې د بریټانیا پر وتلو د اروپا پارلمان یو شمېر غړي خوښ نه ښکاري.

دغه پارلمان کې د بلجیم استازی، ګاي ګاي ورهوف ستاد وايي:«فکر کوم چې یوه حساسه پارلماني جلسه وه. موږ کله هم پارلمان کې دا ډول جلسه نه وه لیدلې. موږ د بریټانیا استازي له لاسه ورکړل.»

همداراز د برګزیټ لپاره د اروپايي ټولنې ستر مرکچي، مایکل بارنیز په دې اړه څرګندوي:«ده به تل خواشینونکې وي، دا چې دواړه لوري سره بېل شي، خوشاله نه یم. دا کار بیلتون دی. هیله لرم چې د نورو غړو سره راتلونکې کې نوي څه جوړ کړو.»

مخکې له دې د بریټانیا پارلمان له اروپايي ټولنې د دغه هېواد له وتو سره هوکړه کړې وه.
 
بریټانیا د اروپا په پارلمان کې ۷۳ استازي لري، خو دوی به نور په دغه پارلمان کې نه وي.

شریک یي کړئ